لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني جنگی الوتکو نن په پنجاب صوبه کې تمرینونه کړي دي


دپاکستان او هند تر منځ تاو تریخوالې له امله پاکستان خپلو هوایي ځواکونو ته د چمتو اوسیدو امر کړی دی. او د هېواد په پولو د جنگي الوتکو الوتونه هم زیات کړي دي.
دپاکستان د هوایی ځواکونو ویاند ائر کموډور همایون وقار وائس اف امریکا ته ویلي دغه گام د هېواد سلامتۍ ته پېښ گواښونو له امله اخستې شوي دي.
بلخوا د پاکستان صدر اعظم یوسف رضا گیلاني کراچۍ کې ویلي د دهېواد دفاع لپاره پوځ، سیاسي حکومت او اولس متحد دي .
دهند تيليويزيوني راپور له مخې هندي حکومت خپلو هوايي ځواکونو ته دچمتو اوسيدو امر کړى دى.
په تيرو اوؤ کلونو کې په لومړي ځل دهندهوايي پوځ ته دچمتو اوسيدو امر وروسته له هغې په لومړي ځل شوى دى چې دممبۍ دترهگريزوپيښوڅخه راپديخوادپاکستان اوهندترمينځ اړيکې کړکيچنې شوې دي
هندتورلگوي چې دممبۍ په بريدونوکې ککړترهگرپاکستانيان دي. د هند د بهرنیو چارو وزیر پرناب مکهرجي پرون ویلي وو که پاکستان د ترهگرو پرضد گام وا نه خست نو هند به بیا یو اړخیز عملیات کوی.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG