لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اسرایلي یرغل اودرولو لپاره بان کی مون سیمې ته روان دی


په غزه کې د حماس پرضد د اسرایلو یرغل کې تر اوسه د نهوسو نه زیات فلسطینان وژل شوي دي.
غیر دولتي مرستندویه ادارې وایي په وژل شوو کې دریمه برخه د ماشومانو ده.
په سیمه کې د سولې لپاره د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون په داسې وخت کې رسیږي چې اسرایلي پوځ او ټانکونه د غزې ښار دننه برخو ته ورننوتی دي.
نن سحر وختي هم اسرایلي الوتکو او توپخانو په ښار کې دننه بمونه غورزولي دي. اسرایل هڅه کوي د پوځي یرغل د لارې د حماس لخوا د راکټي بریدونو مخه ونسي.
د اسرایلی یرغل پرضد تر ټولو زیات احتجاجونه په عربی نړۍ او د اروپا په ځینو ښارونو کې شوی دي.
عرب مظاهره چیانو نن هم ځایې پرځایې احتجاج کړی او د یرغل د اودرولو غوښتنه یې کړی ده.
د ملگرو ملتونو د بشري حقونو ډلې هم په غزه کې د اسرایلو دپوځي عملیاتو غندنه کړې ده.
دغه ډله ۴٧ غړي لري او وایي اسرایلو د فلسطنیانو دبشری حقونو سرغړونه کړې ده. دغه رنگ دبخنې نړیوالې ادارې یا ایمنسټي انټرنیشنل یو استازوایي پیټر سپلېنټر ویلي په غزه کې بشري ناورین روان دی.
د ثورصلیب نړیوالی کمیټۍ ویلی چې ٢٨ زره خلکو جگړې نه بچ کیدو لپاره خپلو کورونو نه عارضي پناه ځایونو ته کډې کړی دي.
د سور صلیب بیانیه وایي جگړې کې هره ورځ د درې ساعتو دمې په وخت خلکو ته خوراکي څیزونو په لټون کې سختو ستونزو سره مخ وي.
XS
SM
MD
LG