لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرحد حکومت : حکومتي واک چرته هم ختم نۀ دى


دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وايي دحکومت واک چرته هم نۀ دى ختم شوى ولې دتندلارو ورانکارۍ دزغم څخه اوځي ، چې دهغې په ضد به نور هم سخت ګامونه پورته کولى شي.
نن په پيښور کې خبريالانو ته نوموړي وويل تندلارې ورو په ورو په شا کيږي اؤ صوبايي حکومت په برياليتوب خپل کارونه پرمخ وړي.
داطلاعاتو وزير وويل په سوات کې تعليمي ادارې درخصتيو له امله تړل شوي دي چې دمارچ دلمړۍ نيټې څخه به بيرته پرانستل کيږي.
دهغه وينا وه حکومت به جينکو ته امن ورکوي اؤ دنړيوالې ټولنې په مرسته په تباه کړل شوي سکولونه بيا دسره جوړوي.
مياافتخار حسين وويل په سوات کې چې کوم سرکاري مامورين دندو ته نۀ حاضريږي دهغوي په ضد به هم کارروايي کولى شي.
دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې نن دګل په ورځ هم په سوات کې نور ٥ سکولونه په بمونو الوځول شوي دي اؤځايې خلک دطالب جنګيالو دسيوا شوؤ فعاليتونو له امله خوندي سيمو ته په کډو وړلو بوخت دي.
په سوات کې دجينکو٥٦٠ سرکاري اؤ٣٦٨ شخصي تعليمي ادارې فعاليت لري چې پکې تر دې مهاله ځايې طالبانو دجينکو ١٤١ سکولونه په بمونو الوځولي يا يې سوځولي دي اؤ ددې ترڅنګ دسوونو په شمير پوليسو دطالبانو له ويرې دخپلو نوکريو څخه استعفي ګانې ورکړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG