لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوئټه : م م و سيمه ايز امريکايي مشرنامعلومو وسله والو تښتولى دى


دپاکستان دبلوچستان ايالت سرښار کوئټې کې دملگرو ملتونو(م م و ) دکډوالو دادارې (يو اين ايچ سي ار) سيمه ايزامريکايي نژاده مشر تښتول شوى اؤ دهغه پاکستانى ډرائيور په ډزو سره وژل شوى دى.
دکډوالو دنړيوالې ادارې سيمه ييز مشر جان سلواکي چې کله دکور څخه دفتر ته دتللو په نيت په گاډي کې سپور شو نو لاره کې هغه ته نامعلومو وسله والو کمين نيولى ؤ اؤ ډزې يې پرې وکړې
دسرچينو له مخې په دغو ډزو کې دامريکايي نژاده جان سلواکي ډرائيور سيد هاشم ووژل شو اؤ
له دې وروسته بريدکوونکوسلواکي له ځان سره وتښتولو.
له دې وروسته دپيښې ځايې ته دپوليس لوړپوړي چارواکي راوسيدل اؤ دپيښې پلټنې يې له بيلا بيلو زاويو څخه پيل کړې.
بل لوري ته دکډوالو لپاره دملگرو ملتونو دادارې دوياند وينا ده دجان سلواکي دتښتول کيدو پر خبرونو پلټنې دوام لري.
بايد وويل شي ښاغلي سلواکي دبلوچستان ايالت په سرښار کوئټه کې دکډوالو دپاملرنې دنده دتيرې ډيرې مودې راهسې ترسره کوله اؤ دهغۀ دتښتول کيدلو وروسته دملگرو ملتونو دادارو اؤ غيرملکي اين جي اوگانو ددفترونو امنيت سخت کړل شوى
دتښتول شوي جان سلواکي د موندنې دپاره دسيمې ټولې لارې تړل شوي اؤ امنيتي ځواکونو دگاډو سخته لټه پيل کړې ده.
تراوسه ددغه پيښې مسؤليت چا په غاړه نۀ دى اخستى.
بايد وويل شي دپاکستان بلوچستان ايالت څخه په کال ١٩٩١ء کې شپږ چيني انجنئيران دتښتول کيدلو وروسته افغانستان ته اړول شوي وؤ چې بيا په حفاظت سره راخوشې کړل شوي وؤ اؤ له دغه پيښې څخه راپديخوا دا په بلوچستان ايالت کې دکوم غيرملکي وگړي دتښتول کيدلو دوهمه پيښه ده.
دپاکستان دصوبه سرحد ايالت دسرښار پيښور څخه دتير کال دستمبر په ٢٢مه نيټه په پاکستان کې دافغانستان نومول شوي سفير اؤ په پيښور کې افغان جنرال قونصل حاجي عبدالخالق فراهي هم نامعلومو کسانو تښتولى ؤاؤ دتښتول کيدلو په مهال دهغۀ ډرائيورخالد په ډزو سره وژل شوى ؤ خو خواؤشا٥ مياشتې وروسته هم دحاجي عبدالخالق فراهي په هکله هيڅ معلومات نۀ دي ترلاسه شوي چې هغه چا دکوم غرضونو دپاره تښتولى ؤ اؤ اوس ژوندى دى که نه؟

XS
SM
MD
LG