لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات جنگیالو په گډون یو شمېر کسان وژل شوي دي


پاکستاني ځواکونه وايي دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې يې دجنگيالو په ضد دتيرې شپې په ځمکنيو اؤ هوايي عملياتو کې يې لږ ترلږه ٣٥ تندلاري وژلي دي.
ځیني رپوټونه د جنگیالو د مړو شمېر 70پورې ښي خو تر اوسه چا هم د مړو عکسونه ښکاره کړي نه دي.
دسوات څخه ديوې اوونۍ راپديخوا دتندلارو اؤ امنيتي ځواکونو دنښتو له امله شاوخوا ٢٠،٠٠٠ خلکو خوندي سيمو ته کډې کړي دي.
پاکستاني پوځيانو نن دنهې په ورځ ويلي دي عسکرو يې دسوات خوازه خيلې سيمه کې دجنگيالو په سنگرونو بريد وکړو.
يواځې دوه ورځې دمخه سوات کې امنيتي ځواکونو دعملياتو په مهال ١٢ جنگيالي وژلي وؤ.
امنيتي ځواکونو په يوه لنډه اعلاميه کې ويلي دي دسوات په خوازه خيله سيمه کې تيره شپه ٣٥ جنگيالي ووژل شول.
پوځ وايي ددغو عملياتو په مهال يې گن شپ هيلي کاپټرې اؤ توپې وکارولې.
دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال کياني دتيرې چارشنبې په ورځ سوات ته تللى ؤ اؤ په سيمه کې يې دحکومتي واکمنۍ پځايې کولو ژمنه کړې وه.
دکړکيچن وضعيت له امله داغيزمنو سيمو څخه دزرگونو په شمير ځايې خلکو خپل کورونه پريږدي اؤ دسختو غرييزو سيمو څخه پيدل خوندي سيمو ته کډې وړي چې پکې بوډاگان، ماشومان اؤ ښځې هم شاملې دي.
په تيرو ١٩ؤ مياشتو کې دپاکستان دننه دجنگيالو په بريدونو کې له ١٥،٠٠ؤ څخه زيات خلک وژل شوي اؤ دپاکستان لخوا په ٢٠٠٢ء کې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې له برخې اخستو وروسته له ١٥،٠٠ؤ څخه زيات پوځيان هم وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG