لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوباما او زرداري په ټیلي فون خبرې کړې دي


د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما ویلې دي امریکا به د پاکستان او افغانستان په سیمه کښې د ترهگرۍ پرضد پاکستان سره په گډه کار کوي.
ښاغلې اوباما دا ژمنه د پاکستان جمهوررئیس اصف علې زرداري سره د شورو په ورځ په ټیلې فون د لارې په خبرو کې کړی ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات لخوا یو مطبوعاتې بیان کښې ویل شوي چې د باراک اوباما په واک کښې د راتلو ورسته دا د دواړه مشرانو لومړۍ نیغ په نیغه خبرې اترې دي.
د بیان تر مخه، دواړو مشرانو د پاکستان او امریکا په اړیکو، په سیمه کښې په موجوده وضعه او د دواړه غاړو د شریکې دلچسپۍ په موضوگانو خبرې کړي دي.
بیانیه زیاتوي چې ښاغلي اوباما او ښاغلي زرداري په دې موفقه څرگنده کړه چې سیمه کښې رامځنته شوي ستونزې دې د پراخ بنسټه او فعاله سټراټیجۍ د لارې حل کړی شي. او په سیمه کښې دې د شریکې سټراټیجۍ د لارې امنیت او ثبات پرځاې کړې شي. جمهوررئېس باراک اوباما په پاکستان کښې اقتصادې پرمختگ او جمهوریت سره د مرستې کولو ژمنه وکړه.
جمهوررئېس اصف علې زردارې ښاغلې اوباما ته د واک په ترلاسه کولو مبارکې وړاندې کړه او دا هیله ېې څرگنده کړه چې دا به د پاکستان او امریکا اړیکو او د سیمې لپاره گټه ور پرمختگ وي.

XS
SM
MD
LG