لاس رسیدونکی لینک

 
جنرال ميکرنن :دافغانستان وضعيت په پاکستان اړه لري
تازه خبر

جنرال ميکرنن :دافغانستان وضعيت په پاکستان اړه لري


په افغانستان کې دناټو ځواکونو کمانډر جنرال ډيوډ ميکرنن وايي ترڅو چې پاکستان کې دترهگرو خوندي ځالې موجودې وي تر هغې به دترهگرۍ لړۍ دوام ولري.
پينټاگان کې دمطبوعاتي کانفرنس په مهال جنرال ډيوډ ميکرنن وويل سوات کې دنظام عدل د نفاذ په غور سره جاج اخلو.
دهغۀ وينا وه په دې وروستيو کې پاکستان کې دغه رقم تړونونو ستونزې راولاړې کړي اؤ حقيقي نتيجې مخې ته نۀ دي راغلي.
دناټو کمانډر وويل ددې خبرې به هم جاج واخستل شي چې ددغه تړون له امله په افغان سرحدي سيمو څه اغيزې کيږي.
هغۀ دسپينې ماڼۍ لخوا په افغانستان کې دامريکايي پوځ په شميره کې دزياتوالي دپريکړې ستائيلو په مهال وويل راتلونکې مياشت کې به دمقاومت کوونکو سره جگړه سخته وي اؤ ادعا يې وکړه چې د١٧زره اضافي پوځ باوجود به ٢٠٠٩م کال دامريکا لپاره سخت کال وي.
هغۀ وويل دپاکستان حکومت اؤ پوځ دې دپولې پورې غاړې ته پر تندلاريتوب اؤ اړي گړي دقابو ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.
ښاغلي ميکرنن وويل د٢٥٠٠ کلو ميټره اوږدې پاک افغان پولې څارنه يو گران کار دى اؤ په پوله دامنيتي ځواکونو په شميره کې زياتوالى دپاکستان اؤ افغانستان دواړو په گټه دى.
ميکرنن وويل ١٧ زره اضافي امريکايي پوځ به اگست کې دجمهوري رياست دټولټاکنو څخه وړاندې پځايې کړل شي اؤ لويه شميره به يې په جنوبي سيمو کې پځايې کولى شي .
دناټو ځواکونو کمانډر وويل افغانستان کې به دثبات لپاره نورو نړيوالو مرستو ته ضرورت ليدل کيږي.
نوموړي وويل هوايي بريدونو کې داولسي خلکو دوژنې له امله به زياتو ځمکنيو عملياتو ته اوليت ورکړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG