لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد ته دحامد کرزي سفر ځنډول شوى دى


دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت ویلي په کابل کې دزياتې واورې د ورښت له امله دافغان جمهوررئيس حامد کرزي اسلام اباد ته سفر ځنډول شوى دى.
دبهرنيو چارو دوزارت وياند عبدالباسط خبريالانو ته ويلي دي وروسته به نوې نيټه اعلان شي.
ټاکل شوې وه افغان جمهوررئيس حامد کرزى به نن دزيارت په ورځ اسلام اباد ته يو لنډ سفر کوي اؤ دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري اؤ صدراعظم يوسف رضا گيلاني سره به وويني.

XS
SM
MD
LG