لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوليټيکل انتظاميه : دباجوړ په عملياتو کې 1600 جنگيالي وژل شوي دي


دپوليټيکل انتظاميې نمائنده شفيرالله ميډيا سره دخبرو په مهال وويل دباجوړ په عملياتو کې شپاړس سوه تندلاري وژل شوي اؤ له ٢٠٠٠ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
هغۀ وويل ددغو عملياتو په مهال يونيم سل اولسي وگړي وژل شوي اؤشاوخوا دوه زره نور ژوبل شوي دي.
شفيرالله وويل په جنگي سيمو کې راتلونکي له ٥٠٠٠ؤ څخه زيات کورونه هم ړنگ شوي دي.
بل لوري امنيتي ځواکونو دباجوړ ماموند تحصيل ته ننوتلي اؤ دسيمې کنټرول يې ترلاسه کړى دى.
په باجوړ کې دامنيتي ځواکونو اؤ ځايې طالبانو ترمينځ دجگړې له امله گڼ شمير خلکو دصوبه سرحد نورو خوندي سيمو ته کډې کړي دي.
همدغه راز دايف سي يا مليشه ځواکونو ايي جي ميجر جنرال طارق خان ادعا کړې ده چې دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې يې د٦ؤ مياشتو څخه تندلارو سره روانه جگړه هغوي ته ماتې ورکړې ده اؤ دغه جنگيالي يې له سيمې څخه ويستلي دي.
دباجوړ ايجنسۍ په مرکز خار کې غيرملکي خبريالانو سره دخبرو په مهال ميجر جنرال طارق خان وويل باجوړ ايجنسۍ کې دتندلارو په هلو ځلو کې ډاگيز کمى دکمې مودې لپاره نۀ بلکې په مستقلو بنيادونو رامينځته شوى دى.
دهغۀ وينا وه امنيتي ځواکونو دايجنسۍ په مهمو لويو لارو اؤ سړکونو کنټرول ترلاسه کړى دى.
ښاغلي طارق خان وويل په باجوړ کې به پوځ موجود وي چې په ورو ورو به کمولى شي.
په باجوړ کې امنيتي ځواکونو ته داوښتي زيان په هکله جنرال طارق خان وويل دباجوړ په عملياتو کې ٩٧ عسکر وژل شوي اؤ٤٠٠ ژوبل شوي دي.
هغۀ وويل ددغو عملياتو په پيل کې يو څه سوډاني اؤ مصري تندلاري هم وژل شوي دي.
نوموړي وويل دگل په ورځ دطالبانو لخوا داوربند اعلان دهغوي دلوري څخه دخپلې ماتې اعلان دى اؤ نۀ يې منو.
اخوا دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې پوليټيکل انتظاميه وايي تيره ورځ دتښتول شوؤ دوؤ خاصه دارو څخه ديو مړى ترلاسه شوى چې له دې وروسته امنيتي ځواکونو دلنډي کوتل څخه تيراه ته تلونکې لارې تړلي دي.
همدغه راز قبائيلي سيمې مهمند ايجنسۍ کې ديوې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنې له امله يو عسکر وژل شوى دى.
دسرچينو له مخې په لکړو تحصيل کې دامنيتي ځواکونو يو کاروان چې له دروازگۍ څخه محمد گټ په لور روانه ؤاؤ کله چې دشيوه پرش مقام ته ورسيدو نو پرې دريموټ کنټرول بمي چاؤدنه وشوه چې له امله يې يو عسکر ووژل شو اؤيو بل ټپي شو.
ژوبل عسکر دتداوۍ لپاره دغلنۍ روغتون ته رسول شوى دى.

XS
SM
MD
LG