لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اميرحيدر هوتي : بهرني قوتونه سوات کې دامن ټينگښت نۀ غواړي


دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي نن دگل په ورځ دناقراره سيمې سوات څخه په داسې حال کې ليدنه کړې ده چې دغلته دامن ترسره شوى تړون داولس په نظر کې دپريوتلوپه حال کې دى.
داتوار په ورځ دځايې طالبانو لخوا په امنيتي ځواکونو دبريد اؤ دقمبر خيل سيمې څخه دڅو عسکرو دتښتول کيدلو څخه وروسته دپاکستان پوځ تور لگولى ؤ چې ځايې طالبان په سيمه کې دامن دترسره شوي تړون څخه سرغړونه کوي اؤ همدغه راز دگوښه کړل شوي مذهبي تنظيم مشر مولانا صوفي محمديو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال هم دحکومت سره دترسره شوي امن تړون په هکله دبې باورۍ څرگندنه کړې ده.
نن دگل په ورځ په سوات کې مطبوعاتي کانفرنس اؤ جرگې ته دوينا په مهال وزيراعلي هوتي وويل په سوات کې دشرعي نظام دپځايې کولو غوښتنه سمه اؤ پځايې وه خو په سيمه کې دبدامنۍ عمده لامل دسوات داولس جائزې غوښتنې نۀ پوره کول وؤ.
هغۀ وويل دسوات په بدامنۍ کې بهرني لاسونه هم ککړ دي.
ښاغلي هوتي په سوات کې په اوښتي زيان دخواشينۍ څرگنده وکړه اؤ وې ويل دلويې تباهۍ وروسته په سيمه کې دامنيت ټينگښت دخوشحالۍ خبره ده.
هغۀ دسوات خبريالانو لپاره د٢٠ؤ لکو روپو دامداد اعلان هم وکړو اؤ په سوات کې دوژل شوي خبريال موسي خان ورور ابراهيم خان ته يې ددريوؤ لکو روپو چيک هم ورکړو.
په سوات کې دتباه شوؤ سکولونو په هکله وزيراعلي وويل په ړنگو شوؤ سکولونو کې به دخيمو په لگولو سره دتعليم لړۍ بيرته پيل کولى شي.
هغۀ وويل بهرني قوتونه نۀ غواړي په سوات کې امن راشي خو دلته دمولانا صوفي محمد په وجه امن پځايې کيږي.
دنوموړي وينا وه ټولې ستونزې به دطاقت پځايې دسياسي عمل له لارې هوارولى شي.
نوموړي زياته کړه په ملاکنډ سيمه کې به دټولو ستونزو باوجود شرعي نظام پځايې کولى شي اؤ حکومت به په دغه هکله خپل ژمنه ارو مرو ترسره کوي.
نوموړي دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې پرون په سوات سيمه کې دځايې طالبانو لخوا دامنيتي ځواکونو په کاروان له بريد اؤ دڅو امنيتي عسکرو تښتول کيدو څخه وروسته دپاکستان پوځ ويلي دي دسوات طالبان په سيمه کې دامن دټينگښت دتړون څخه سرغړونه کوي
دسوات دطالبانو وياند دپاکستاني پوځيانو دغه ادعا رد کړې اؤ ويلي يې دي پوځ په سوات کې دامن دټينگښت په هکله دترسره شوي تړون څخه دسرغړونې مرتکب کيږي .
ډيوه راډيو سره په خبرو کې دسوات دطالبانو وياند حاجي مسلم خان وويل دامن په تړون کې داخبره شامله وه چې پوځ چرته تگ راتگ کوي نو ځايې طالبان به په جريان کې اچوي، خو دترسره شوي تړون په ضد پوځيانو پخپل سر سوات کې تگ راتگ کولو اؤ ځايې طالبانو ته يې دخپلو فعاليتونو په هکله هيڅ رقم خبر نۀ ؤ ورکړى ځکه نو طالبانو پوځي کاروان په نخښه کړى دى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG