لاس رسیدونکی لینک

 
اسلام اباد: دوکيلانو د اوږد لاريون مهال ويش اعلان کړل شو
تازه خبر

اسلام اباد: دوکيلانو د اوږد لاريون مهال ويش اعلان کړل شو


دعدليې دپځايې کولوپه لړکې نن دشوروپه ورځ پلازمينه اسلام ابادکې دجوړشوي قامي کانفرنس په مهال دوکيلانو،سياسي کارمندانواؤدمدني ټولنې دغړوله لوري دکيدونکي اوږدلاريون مهال ويش اعلان کړل شوى دى،
دمهال ويش لۀ مخې اوږدلاريون به په دولسم مارچ دکوئټې اؤکراچۍ څخه په يووخت پيل کولى شي،
وکيلان به دلاريون په لړکې په ١٤م مارچ دملتان څخه لاهورته رسيږي اؤدغسې به د١٥م مارچ په سحراوږدلاريون دلاهورڅخه پينډۍ اؤپه ١٦م مارچ پلازمينې اسلام ابادته ځان رارسوي،
په اسلام ابادکې به دسحرڅخه ترماسپښين پورې ټول وکيلان شاهراه دستورته راټوليږي اؤدنامعلومې مودې پورې به په پرلت ماتولوپيل کوي،
نن دعدليې دپځايې کولوپه لړکې جوړشوي قامي کانفرنس ته دوينا په مهال دمسلم ليگ(ن)مشرميانوازشريف وويل هيواد دامهال دموقعه پرستوجنرالانواؤقاضيانوپه منگولوکې يرغمل دى اؤټول قام بايددپاکستان دژغورنې دپاره راپورته شي،
ميانوازشريف وويل چرته چې عدليه بې پلوه نۀ وي هلته انصاف نۀ شي موندل کيدلى،
دهغه وينا وه که چرته يې دجمهوررئيس زرداري خبره منلې وى نوپه پنجاب کې يې دخپل گوند حکومت ژغورلى شوخوهغه دهيواد دگټولپاره قربانۍ ته غاړه کيښودله اؤدواکمن ائتلاف څخه يې خپل گوند بيل کړو،
ښاغلي شريف زياته کړه هغه ته دسترې محکمې دمشرقاضي عبدالحميدډوگرلخواهم وړانديزشوى ؤ.کۀ چرې دهغه دمشرولۍ چوکۍ يې منلې وه اؤدهغه دلورپه دوسيه کې شاته شوى ؤ نونن به دټولټاکنو لپاره دنۀ وړتيا دپريکړې سره نۀ مخ کيدلو

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG