لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسرحد په مشر وزير بريد کې لږ تر لږه  څلور کسان وژل شوي


دصوبه سرحد مشر وزير بشير احمد بلور ديو بريد څخه ژوندى وتلى خو په دغه بريد کې ديوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.
دغه بريد نن دشورو په ورځ دپيښور په سرکۍ سيمه کې دترسره شوؤ پرمختايي کارونو څخه ليدنه کوله .
دپوليس سرچينو ډيوه راډيو ته وويل دوه بريد کوونکو چې په لاسونو کې يې بمونه نيولي وؤ دبشيربلور په لوري دورتګ هڅه کوله خو کله چې دبلور ساتونکو اؤ پوليسو هغوي وليدل نو ډزې يې پرې پيل کړې.
په دغه ډزو کې دوه لاروي ژوبل شول چې يو پکې وروستو روغتون کې ساه ورکړه.
له بريد څخه وروسته بريد کوونکي په تيښته يو کور ته ورننوتل اؤ له هاغه ځايې څخه يې په پوليسو لاسي بمونه وروغورځول اؤ پوليسو هم په هغوي ډزې وکړې.
ددواړو خواؤترمينځه په ډزو کې يوه ميرمنه ووژل شوه اؤ ٥ کسان ژوبل شول.
.تير کال هم دپيښورپه قيوم سپورټ کمپليکس يا لوبغالي کې دصوبو ترمينځه دهاکۍ دلوبو په مهال ديو ځانمرگي بريد څخه ښاغلى بشير بلور روغ وتلى ؤ.
دنننۍ پيښې په تور کې پوليسو يو ٢٠ کلن ځلمى نيولى اؤ دهغه څخه يې پلټنې پيل کړي دي.
دصوبې مشر وزير ښاغلي بشيربلور دغه پيښې ته دسوات دوضعيت په لوري اشاره کړې اؤ خبريالانو ته يې ويلي په هغه که هر څودغه رقم بريدونه وشي خو په سوات کې به دامن رامينځته کولو دهڅو څخه لاس وانۀ خلي.
نوموړي تر دې مهاله ددغې پيښې پړه دچا په اوږو نۀ ده اچولې.
دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر هوتي په بشيراحمدبلور دترسره شوي بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ ويلي يې دي ترهه گر غواړي په دغسې ناوړه عملونو سره صوبايي حکومت دامن دهڅو څخه پشا کړي خو حکومت به په صوبه کې داولس دسرومال دساتنې هڅو ته دوام ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG