لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چکدره : په ملاکنډ پوهنتون بريد کې ٤ کسان وژل شوي دي


دصوبه سرحد ددير په چکدره سيمه کې په ملاکنډ پوهنتوندنامعلومو وسله والو په بريد کې ددريوؤ پوليسانو په گډون ٤ کسان وژل شوي چې پکې يو دپوليسو افسر هم شامل دى.

دغه بريدبيگاه دشپې ناوخته دنامعلومو وسله والو لخوا دراکټونو په داغلو سره شوى دى.

سرچينې وايي وسله والو چې کله په پوهنتون ډزې وکړې نو پوليس دپيښې ځايې ته ورورسيدل چې وروسته بريد کوونکو ددغه پوليسو گاډي هم په نخښه کړل.

بريد کوونکو دپوهنتون دننه يو ولاړ گاډي ته هم اور ورته کړو اؤ هم دپوهنتون په گاډي کې دپيښې دځايې څخه وتښتيدل.

دوژل شوؤ نومونه تاڼيدار عزيز الله خان، سپاهي عنايت الله ، سپاهي ادم خيل اؤ څوکيدار خالقداد معلوم شوي دي.

تراوسه ددغه پيښې مسؤليت کومې ډلې په غاړه نۀ دى اخستى خودصوبه سرحد دناقراره سيمې سوات سره دنزديکت له امله په دير سيمه کې هم ځايې تندرويان زيات طاقت ور اؤ فعاله شوي اؤ وخت ناوخته دغلته په امنيتي ځواکونو دبريدونو ترڅنگ غيرملکي اؤ دولتي کارمندان هم دطالبانو لخوا تښتول کيږي.

بل لوري ته نن په دوهمه ورځ هم په سوات کې شرعي محکمو خپل فعاليت ته دوام ورکړو اؤ دبيلا بيلو دوسيو پريکړې يې دشريعت په اساس واورولې.

دسوات په شرعي محکمو کې ددوسيو دپاره دوکيلانو داړتيا نۀ ليدل کيدو څخه وروسته ددغه سيمې په سوونو وکيلان په بې روزگارۍ مجبوره شوي دي.

په شپاړسمه فرورۍ دغيرفعاله کړل شوي مذهبي تنظيم تحريک نفاذ شريعت محمدي اؤ صوبه سرحد دحکومت ترمينځه په سوات کې دشرعي نظام عدل په تړون دلاسليک کيدلوڅخه وروسته دسوات په ٦ؤ سيمو بري کوټ، کبل، مټه، خوازه خيله، بحرين اؤ بابوزو کې شرعي محکمو دنهې دورځې په رسمي ډول فعاليت پيل کړى دى اؤ زياتره خلک دشريعت په اساس دخپلو دوسيو دپريکړو لپاره دغو محکمو ته ورروان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG