په سوات کې دگوښه کړل شوي تندروه مذهبي ډلې مشر مولانا صوفي محمد د امن کيمپ احتجاجاً تړلى دى چې له دې وروسته دځايې طالبانو اؤ صوبايي حکومت ترمينځ دامن دترسره شوي تړون دماتيدلو ويرې پيدا شوي دي.
نن دزيارت په ورځ دامن کيمپ ختمولو په مهال مولانا صوفي محمد اعلان وکړو چې هغوي يواځې دامن کيمپ ختم کړى دى اؤ صوبايي حکومت سره دامن ترسره شوى تړون لا پځايې دى.
دهغه وينا وه په سيمه کې امن دشريعت څخه پرته نۀ شي ټينگيدلى اؤ دنن څخه وروستو چې هر رقم وضعيت رامينځته کيږي دهغې پړه به دحکومت په غاړه وي.
دهغه وينا وه خپل دغه دامن کيمپ داحتنجاج په ډول ختموي.
مولانا صوفي محمد وويل صوبايي حکومت ته يې بيا بيا ويلي وؤ چې جمهوررئيس سيمه کې دشرعي نظام عدل دپځايې کولو په مسوده لاسليک ته تيار کړي، خو په دغه هکله هيڅ پرمختگ ونۀ ليدل شو.
دمولانا صوفي محمد وينا وه صوبايي حکومت سوات کې دامنيت په ټينگښت کې خوښي لري خومرکزي حکومت په دغه لړ کې دځنډ څخه کار اخلي، چې له دې امله يو ځل بيا حالات تاؤژن کيدلى شي.
هغۀ وويل کۀ چرې حکومت دخپلې ژمنې سره سم په سوات کې شرعي نظام پځايې کړى وى نو نن به هغه دامن کيمپ دتړلو په ستر گام اخستو نۀ مجبوريدلو.
دامن کيمپ دتړلو څخه وروستو مولانا صوفي محمد په ملاکنډ ايجنسۍ کې خپل دفتر ته تللى دى اؤ ټاکل شوې دغلته به دتحريک نفاذ شريعت محمدي دشورا دغونډې څخه وروسته غوڅه پريکړه کولى شي.
دامن کيمپ دتړلو سمدستي وروستو دملاکنډ سيمې کمشنر سيد محمد جاويد اؤکشر کمشنر مولانا صوفي محمد سره دليدنې لپاره سوات ته روان شوي دي.