لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گيلاني : سوات امن تړون په هکله به پارلمان پریکړه کوي


د پاکستان صدراعظم سيد يوسف رضا گيلاني ویلي دسوات په ستونزه به په قامي اسمبلۍ کې خبرې کولى شي چې په دغه هکله داولسي استازو رايې هم مخې ته راشي.
د خالي په ورځ دملتان په هوايي ډگر خبريالانو ته صدراعظم وويل هر کله چې پارلمان په سوات کې دترسره شوي امن تړون منظوري ورکړي له هغې وروسته به جمهوررئيس اصف علي زرداري په دغه تړون لاسليک کوي.
دنوموړي وينا وه په سوات کې دشرعي نظام عدل پځايې کول يوه داسې ستونزه ده چې غوره هوارى يې په پارلمان کې پروت دى.
صدراعظم زياته کړه دشرعي نظام عدل په هکله دجمهوررئيس په گډون ټولې خواوې اتفاق لري چې بايد په دغه لړ کې پريکړه وکړل شي.
دصدراعظم وينا وه دشرعي نظام عدل دپځايې کولو تړون دغلته دامنيت سره تړل شوى دى.
يوسف رضا گيلاني وويل هر څو کۀ جمهوررئيس په دغه تړون لاسليک نۀ دى کړى خوبايد دغه معامله پارلمان ته يوړل شي اؤ هلته پرې بحث وکړل شي.
په شرطونو دامريکايي مرستو په هکله ديوې پوښتنې په ځواب کې صدراعظم وويل پاکستان يو خپلواکه هيواد دى اؤ مونږ به دخپل هيواد دگټو په ضد هيڅ رقم شرطونه ونۀ منو.
نوموړي وويل په بلوچستان کې به دامريکايي جاسوسي الوتکو بريدونه نۀ کيږي اؤ نۀ هم په قبائيلي سيمو کې دغه رقم بريدونه کومه گټه ورکوي.
صدراعظم يوسف رضا گيلاني دپاکستان حکومت څو څو کرته دغه خبره په ډاگه کړې ده چې دپاکستان په قبائيلي سيمو دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا کيدونکي بريدونه دگټې پځايې زيات زيانونه لري.
صدراعظم په لاهور کې دپوليسو دتربيې په سکول دترسره شوي کې دهند دلاس لرنې په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل ترڅو چې په دغه هکله بشپړ راپور مخې ته نۀ وي راغلى تر هغې پرې رايې نۀ شي ورکړل کيدلى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG