لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میا افتخار حسین : که شرعي قانون نافذ نه شو نو نوې حکمت عملي به جوړوو


د صوبه سرحد د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین په امان دره کې د غېرقانوني گرځول شوي تنظیم تحریک نفاذ شریت محمدي مشر مولانا صوفي محمد سره د لېدو وروسته ویلي مولانا صېب د جمهوررئیس زرداري لخوا په شرعي قانون د دستخط نه کولو امله په امان دره کې په احتجاجي توگه دېره شوی دی.
د اطلاعاتو وزیر وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي د نوموړي تنظیم سره د سولې تړون د وفاقي حکومت په مشوره شوی وو خو که جمهوررئیس شرعي قانون نافذ نه کړو نو عوامي نېشنل پارټۍ به بیا کېښني چې نوې حکمت عملي جوړه کړي.
د سولې د تړون په اړه ښاغلي افتخارحسین وویل مولانا صوفي محمد ورته ویلي چې په تړون اوس هم ولاړ دي خو ویلي یې دي چې د امن ضمانت ورکولی نه شي.
ښاغلي صوفي محمد صوبايي وزیر ته دا هم ویلي چې په سوات که عدالتونه نشته او که پېښې کېږي نو داسې ځایې نشته چې مجرمان ورته وړاندې کړل شي.
دمولانا صوفي محمد وياند امير عزت خان خبريالانو ته ويلي دي هغوي دامن دتړون څخه نۀ دي په شا شوي اؤ اوس هم په سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره دزړۀ دتله هڅې کوي.
دهغه وينا وه کۀ چرې حکومت خپله ژمنه نۀ ترسره کوي اؤ دشرعي نظام عدل په قانون لاسليک کې دځنډ څخه کار اخلي نو له دې امله وضعيت يو ځل بيا خرابيدلى شي اؤ دهغې ټوله پړه به دحکومت په سر وي.
امير عزت خان وويل هغوي چې هره خبره کوي دزړۀ له تل څخه يې کوي.
په سوات کې يې دامن دټينگښت ژمنه کړې وه اؤ هغه يې ترسره کړه، اوس کۀ حکومت له دې زيات امن غواړي نو پخپله دې راشي اؤ دامن هڅې دي وکړي.
بل لورې ته دپاکستان دصدراعظم دکورنيو چارو مشاور رحمان ملک ويلي دي دحکومت لخوا سوات کې دطالبانو سره ترسره شوى د امن تړون به دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري په سوات کې دامن ټينگښت پورې تړلى دى.
په اسلام اباد کې دپارلمان څخه بهر خبريالانو سره په خبرو کې رحمان ملک وويل مولانا صوفي محمد په سوات کې دامن کيمپ تړلى نۀ دى بلکې ديو ځايې څخه يې بل ته بدل کړى دى.
هغۀ دمولانا صوفي محمد څخه وغوښتل چې سيمه کې دامن دټينگښت په اړوند بايد خپلې ژمنې پوره کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG