لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هملند:ځانمرگي بريد کې پنځه کسان وژل شوي دي


دزيارت په ورځ په شمالي افغانستان کې يو ځانمرگي دمخدره موادو دمخنيوي پر عسکرو ځانمرگى بريد ترسره کړى چې له امله يې پنځه کسان وژل شوي اؤ ١٧ نور ټپيان شوي دي.
وژل شوؤ کې ٢ عسکر هم شامل دي.
بهرني خبري اژانس سره په تيليوفوني خبرو کې دطالبانو يو وياند ددغه پيښې مسؤليت په غاړه اخستى دى.
دولايتي پوليسو مرستيال مشر کمال الدين وويل دغه ځانمرگي دهلمند ولايت په پايتخت لشکرگاه کې دمخدره موادو دمخنيوي په عسکرو ځانمرگى بريد ترسره کړى دى.
هلمند دمخدره موادو دتوليد مرکز گڼل کيږي.
کمال الدين وويل دبريد په مهال دغه ډله يوې نزدې اولسوالۍ ته دگزمې په شکل کې دکوکنارو دله مينځه وړلو لپاره روانه وه.
هغۀ وويل ددغه بريد له امله دپوليسو دوه گاډي اؤ درې دوکانونه تباه شوي دي.
ددغه بريد په هکله دوالي وياند داؤداحمدي وويل په بريد کې ټول پينځه کسان وژل شوي چې دوه پوليس مشران اؤ درې اولسي وگړي دي.
احمدي وويل ددغه چاؤدنې له امله ٤ پوليسان اؤ ١٣ اولسي وگړي ژوبل شوي هم دي.
په يوه بيانه کې دافغانستان دکورنيو چارو وزارت ددغې پيښې پړه د مخدره موادو په قاچاقبرانو اچولې ده.
افغانستان دمخدره موادو توليدونکى دنړۍ تر ټولو ستر هيواد دى.
دټولې نړۍ ٩٠ فيصده اپيم په دغه هيواد کې توليديږي.
ملگرو ملتونو تير کال پخپل يو راپور کې ويلي وؤ په افغانستان کې دمخدره موادو دتجارت اؤ قاچاق څخه طالبانو، القاعده اؤ نورو تندروه ډلو ته پينځه سوه ملينه ډالره گټه ترلاسه کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG