لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند: ټولټاکنو په مهال اړي گړي کې ٢١ کسان وژل شوي دي


د هندوستان دپارلمان دټولټاکنو لومړۍ مرحله پيل شوې چې پکې دماؤنوازياغيانو دبريدونو له امله لږ ترلږه ٢١ کسان وژل شوي دي.
وژل شوؤ کې يو لويې شمير دامنيتي عسکرو ښودل کيږي.
دغو ياغيانو په زياترو سيمو کې درايې اچونې مرکزونو ته اور اچولى.
ياغيانو له وړاندې څخه دړکه کړې وه چې دټولټاکنو په مهال به بريدونه کوي.
نکسل ياغيان وايي هغوي له پامه غورځول شوؤ قبائيلو اؤ دبې ځمکو زميدارانو دحقونو لپاره هلې ځلې کوي.
دهندي پارلمان دښکتني ايوان يا لوک سبها ٥٤٣ څوکو لپاره دټولټاکنو لمړۍ مرحله کې دزيارت دورځې څخه درايې اچونې عمل دوام لري.
په دغو ټولټاکنو کې په زيات شمير کې خلک درايې اچونې وړ دي ځکه نو ټولټاکنې په ٥ؤ مرحلو کې کولى شي ځکه چې په يو وخت د٧١ کروړو اؤ ٤٠ؤ لکو کسانو لپاره درايې اچونې مرکزونه جوړول اؤ هغوي لپاره امنيتي تدابير نيول دهندي چارواکو له مخې ممکن نۀ دي.
دپارلماني ټولټاکنو دغه عمل په ١٣مه مئ پايې ته رسيږي اؤ غوڅې پائيلې په ١٦مه مئ احتمال لري.
په لمړۍ مرحله کې ١٢٤ حلقو کې رايې اچول کيږي اؤ په دې کې دهند هاغه رياستونه شامل دي چې دغربت اؤ گډوډي غوندې ستونزو سره مخ دي.
په دغو سيمو کې په مجموعي توگه ١٤ کروړه اؤ٣٠ لکه کسان درايې اچونې وړ دي چې دحفاظت لپاره يې له ٢٠ؤ لکو څخه زيات عسکر پځايې کړل شوي دي خو ددې باوجود هم درايې اچونې دعمل پيل کيدلو سره سم درايې اچونې په په ځينو مرکزونو کې دياغيانو لخوا دبريدونو اطلاعات ترلاسه شوي دي.
داړي گړي پيښې چهتيس گړهـ، جهاړکهنډ اؤ بهار کې رامينځته شوې.
چارواکي وايي په چتهيس گړهـ رياست کې ٥ عسکر هاغه مهال ووژل شول کله چې دهغوي گاډى دماؤنواز ياغيانو لخوا دپځايې کړل شوي يو بارودي سرنگ سره ټکر شو.
.په چترا ضلع کې هم دبارودي سرنگ په يوه بله پيښه کې ٧عسکر وژل شوي دي.
دجهاړکهنډ رياست پايتخت رانچي سره نزدې نکسل ياغيانو درايې اچونې په مرکزونو ولاړو دامنيتي ځواکونو په گاډي بريد وکړو اؤ په لارو کې يې بارودي سرنگونه واچول.
په دغه بريد کې ٧ عسکرمړۀ اؤ دوه اولسي وگړي وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG