لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال ميکرنن:امريکايي پوځيان به دپاکستان په پوله پځايې کولى شي


په افغانستان کې دامريکايي پوځ کمانډر جنرال ډيوډ ميکرنن ویلي په پاکستان کې دتندلارو پټې ځالې دټولې سيمې لپاره يو ګواښ دى.
په کابل کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال جنرال ميکرنن وويل افغانستان ته راتلونکي نور امريکايي پوځيان به دپاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله ځايې پځايې کولى شي.
نوموړي وويل امريکايي يا ائتلافي پوځيان دپاکستان خاورې ته د وراوړيدلو اجازه نۀ لري خو دپاکستان حکومت ته به دترهګرو دځالو دله مينځه وړلو لپاره نور ګامونه هم اخستل وي.
دامريکايي پوځ کمانډر وويل سږ کال په افغانستان کې ائتلافيان سختو چيلنجونو سره مخ دي.
دهغۀ وينا وه دافغانستان په ځينو سيمو کې هم دترهه ګرو ځالې موجودې دي چې دله مينځه وړلو لپاره به يې ائتلافي هيوادونو ته په ګډه کار کول وي.

XS
SM
MD
LG