لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پيښور:اى اين پي دارالقضاء لپاره صوفي محمد څخه نور وخت غوښتى دى


په سوات کې دمذهبي تنظيم تحريک نفاذ شريعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد لخوا ملا کنډ سيمه کې ددارالقضاء جوړولو لپاره ورکړل کيدونکى مهلت نن ختميږي.
سرچينې وايي تيره ورځ دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين اؤ دعوامي نيشنل گوند صوبايي صدر افراسياب خټک مولانا صوفي محمد سره په امان دره بټ خيله کې ليدنه وکړه.
په دغه مهال دسرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخارحسين وويل صوبايي حکومت دنظام عدل تړون پځايې ساتلو، قاضيانو پځايې کولو اؤ ملاکنډ سيمه کې ددارالقضاء جوړولو لپاره پخپله ژمنه ولاړ دى اؤ په دې لړ کې عملي گامونه اخلي خوبايد ددې دپاره سرحد حکومت ته نور وخت ورکړل شي.
په سوات کې دتحريک نفاذ شريعت محمدي وياند امير عزت خان ويلي دي حکومت ته ددارالقضاء جوړولو لپاره نور وخت ورکړل کيدلى شي.
خبريالانو سره دخبرو په مهال نوموړي وويل دمولانا صوفي محمد په مشرۍ زمونږ دشورا غونډه دوام لري اؤ احتمال شته چې حکومت ته په ورکړل شوي مهلت کې پراختياوکړل شي.
هغۀ په ډاگه کړه چې مونږ په رياست کې رياست جوړول نۀ غواړو.
دهغۀ وينا وه اوس مهال په سوات کې پځايې شوي قاضيان ددارالقضاء نۀ لرلو له امله پريکړې نۀ بلکې دخلکو ترمينځ روغې جوړې کوي.
اخوا دعوامي نيشنل گوند وياند سناتور زاهد خان ويلي دي مولانا صوفي محمد څخه يې ملاکنډ کې ددارالقضاء جوړولو په مهلت کې دپراختيا اؤ دسيمې څخه دطالبانو دويستلو غوښتنه کړې ده.
ډيوه راډيو سره دخبرو په مهال نوموړي وويل حکومت به په بونير قبضې کولو ته څوک پرې نۀ ږدي اؤ تيره ورځ دتحريک نفاذ شريعت محمدي مشرانو ته وويل شول چې طالبان دې دبونير سيمه پريږدي.
دهغۀ وينا وه حکومت اؤ دتحريک نفاذ شريعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد په سوات اؤ پيوست سيمو کې دامن دټينگښت له خاطره دسولې تړون ترسره کړى اؤ ددغه تړون دژغورنې دپاره به دواړه خواوې په اخلاص سره خپل مسؤليتونه ترسره کوي

XS
SM
MD
LG