لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کانگريس ته القاعده اؤ طالبانو سره دنيغ په نيغه جنگيدلو وړانديز


امريکايي چارواکو کانگريس ته ويلي دي چې په قبائيلي سيمو کې دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا په کيدونکو بريدونو کې دالقاعده اؤ طالبانو پځايې سيمه ييز خلک زيانمن کيږي ځکه نو دغه بريدونه دې اودرول شوي.

دامريکايي استخباراتي چارواکو وينا ده چې داستخباراتي شبکې سي ايي اى څانگه دپاکستان خاورې ته ليږدول کيدلى شي.

دامريکايي ورځپاڼې لاس اينجلس ټائمز دراپور له مخې په افغانستان کې دامريکايي پوځ دجنرال ډيوډ پيټرياس صلاح کار ډيوډککيلين کانگريس ته ويلي دي په قبائيلي سيمو کې دامريکايي جاسوسي الوتکو دبريدونو څخه طالبان اؤ القاعده گټه اخلي ، ځکه چې ددغه بريدونو له امله سيمه ييزو خلکو کې دامريکا اؤ غرب په ضد کرکه سيوا کيږي.

ښاغلي ککيلين وويل تيرو وختونو کې چې دقبائيلي سيمو جاسوسي الوتکو څومره بريدونه کړي دي هغې کې دالقاعده يواځې ١٤ مهم مشران وژل شوي.

دهغه وينا وه په دغو بريدونو کې ٧٠٠ عام وگړي هم وژل شوي دي.

دامريکايي جنرال صلاح کار زياته کړه په قبائيلي سيمو د٢٠ زره فټه اوچتوالي څخه کيدونکي ميزائيلي بريدونه يو خو غيراخلاقي دي اؤ بل ددې سره دپاکستان حکومت بې ثباته کيږي.

نوموړي وويل دجاسوسي الوتکو دبريدونو څخه به غوره دا وي چې دتندلارو اؤ القاعده سره نيغ په نيغه مقابله وکړل شي.

بل لوري ته دامريکا استخباراتي چارواکو ويلي دي چې دډيوډ ککيلين دوړانديز په اساس سي ايي اى دعملياتو دپاره خپله پټه څانگه پاکستان ته ليږدولى شي.

چارواکي وايي دغه استخباراتي څانگه به نۀ يواځې القاعده له مينځه وړي بلکې دپاکستان امنيتي ځواکونو ته به تربيه هم ورکوي.

همدغه راز امريکايي ورځپاڼو نيويارک ټائمز اؤ واشنگټن پوسټ دامريکايي چارواکو له خلې ليکلي دي چې په پاکستان کې دسيوا کيدونکي تندلاريتوب له امله ددغه هيواد داټومي وسلو طالبانو اؤ القاعده ته په لاس دورتللو ويرې شته.

دامريکايي ميډيا له مخې دامريکا چارواکو انديښنه ښودلې ده چې دپاکستان اټومي وسلې چې کله ديو ځايې څخه بل ځايې ته وړل کيږي نو په دغه مهال دطالبانو اؤ القاعده لاس ته ورتللى شي.

امريکايي چارواکو دا انديښنه هم څرگنده کړې ده چې دطالبانو اؤ القاعده پلويان دپاکستان داټومي لابرتوارونو اؤ اټومي بټۍ ته په ننوتلو ددغه ځايې څخه اټومي مواد پټولى اؤ دلويې ترهه گرۍ لپاره يې په کار راوستلى شي.

دراپور له مخې دشورو په ورځ دامريکايي جمهوررئيس براک اوباما اؤدپاکستان دجمهوررئيس اصف علي زرداري ترمينځ په کيدونکې ليدنه کې داټومي وسلو په امنيت دخبرو احتمال شته.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG