لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوپ بینډیکټ د بیت المقدس په سفر دی


د عېسویان مذهبی مشر پوپ بېنډکېټ د اسرائېل د سفر په دوېمه ورځ د بیت المقدس غربي دېوال کې دعا وکړه کوم چي د ېهودو تر ټولو مقدس ځای دی.
نوموړی په دي سفر کې د اسلام، عېسوې او ېهود مذهبی مشرانو سره لېدل کتل کوي.پوپ بېنډکېټ ېروشلم کې د ماونټ ټمپل دوره وکړه او د فلسطېن تر ټولو لوېې مفتي شیخ تاثیرتمېمي سره هم لېدل کتل وکړل.
دواړو مذهبي مشرانو د اسلام ،عېسائېت او ېهودو شرېکو عقیدو په هکله خبرې وکړی او وروسته یې په دیوال باندې رسمي لېک نه وړاندې په لاطيني ژبه کې دعا وکړه کومه چي د رومن کېتهولک کلېسا رسمي ژبه ده.
نوموړي په دعا کې ووېل چي «خداېه زه نن د ېروشلم په ښار کي یم او د خداېې نه د امن غوښتنه کوم».هغه دعا کي د ابراهېم علیه سلام،اسحاق علیه سلام ،ېعقوب علیه سلام نومونه واخستو کوم چي دري واړو مذهبونو کې ېو شان احترام لري.
ښاغلي تمېمي د پوپ نه غوښتنه وکړه چی د اسرائېل د ظلمونو غندنه وکړي. نوموړي په دي بیان اسراېلي مشران ناراضه شو.
پوپ به شرقي یروشلم کي د خلکو ېوې لوې غونډه کې د دعا لپاره هم گډون کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG