لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال اطهر عباس : په سوات او بونیر کې يې نور ٥٥ طالبان وژلي دي


د صوبه سرحد دملاکنډ سيمې په بيلا بيلو برخو کې دتندلارو پر ضد عمليات روان دي اؤ دسوات اؤ کوز دير په بيلا بيلو سيمو کې گرځ بنديز يا کرفيو کې دنرمښت اعلان شوى دى.
دسوات ميډيا مرکز له مخې دسوات په مينگوره، کبل ، کانجو اؤ دملاکنډ کې به دسحر ٦ؤ بجو څخه غرمې ٢ؤ بجو پورې کرفيو کې دمه وي.
بل لوري ته دپاکستان پوځ ادعا کوي چې طالبانو ږيرې ښريلي اؤ له سيمې څخه دتښتيدو هڅې کوي.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانگې يا ايي ايس پي ار لخوا جاري کړل شوي بيان کې پوځ ادعا کړې ده چې په تيرو ٢٤ؤ ساعتو کې دسوات بيلا بيلو سيمو کې ٥٥ تندلاري وژلي دي.
پوځ وايي تندلارو سره په نښته کې ٣ پوځيان وژل شوي اؤ١١ نور ژوبل شوي دي.
دپاکستان پوځ ادعا کوي چې په تيرو ٢٤ؤ ساعتو کې يې دسوات په بيلا بيلو سيمو کې مهمې لاسته راوړنې کړي دي.
بيان زياتوي امنيتي ځواکونه دسوات خلکو ته خواست کوي راوړاندې شي اؤ پوځيانو ته طالب جنگيالي په گوُته کړي.
پوځ ادعا کوي چې په لاس کې تائيد شوي راپورونه لري چې دغه طالب جنگيالو ږيرې ښيريلي ښيريلي اؤ ويښتان يې کټ کړي ترڅو په دغسې کولو له سيمې څخه ځان وباسي.
بيان کې ويل شوي دي دسوات خلک دې ددغو ترهه گرو په نخښه کولو لپاره دامنيتي ځواکونو پوستو ته ورشي اؤ هغوي دې ورته په نخښه کړي.
بيان وايي پوځيانو دطالبانو يو مهم کمانډر دوا نور هم نيولى.
دوا نور ترهه گر گڼلى شي چې دغيرفعاله کړل شوې مذهبې ډلې تحريک نفاذ شريعت محمدي غړى هم تير شوى اؤ دبونير په سلطان وس اؤ ډگر سيمو کې په ترهه گريزو فعاليتونو کې هم لاس لري.
دوا نور به اولسي خلک هم دامنيتي ځواکونو په ضد فعاله کول اؤ ددغه کار لپاره به يې دغيرقانوني ايف ايم راډيوڅخه کار اخستو.
پوځ وايي نوموړي به دپوځ په ضد دخلکو فعالولو لپاره په گاډي کې لاؤډ سپيکر هم لگولى ؤ.
بيانيه کې راغلي دي چې طالبانو په پيوچار سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته بريد وکړو چې له دې وروستو دامنيتي ځواکونو لخوا په ځوابي عملياتو کې ١٣ تندلاري ووژل شول اؤ دهغوي يو گاډى په بشپړ ډول له مينځه تللى دى.
همدغه راز په کلپاڼۍ اؤ سلطان وس کې ٤٢ طالبان وژل شوي اؤ دهغوي ١٥ گاډي هم له مينځه وړل شوي دي.
په کرفيو کې دنرمښت په مهال په گڼ شمير کورنيو دعلي گرامه، هزارې اؤ گل جبې په گډون بيلا بيلو سيمو څخه دگاډو دنشتوالي له امله خلکو پيدل دصوبه سرحد نورو سيمو ته کډې بارول پيل کړي دي.
پرون دپاکستاني پوځونو سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دصوبه سرحد ناقراره سيمې سوات څخه ليدنه وکړه اؤ هغه ته دتندلارو په ضد دروانو عملياتو حال احوال تير کړل شوى دى.
جنرال کياني دتندلارو په ضد عملياتو کې دبرخې اخستونکو عسکرو جذبې وستائيلې.
هغۀ دپاک پوځ ځوانانو ته پخپله وينا کې وويل دپاکستان پوځ به تندلاري له سوات څخه وباسي اؤ تندلاريتوب به له مينځه يوړل شي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG