لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال کیاني : سوات کې روانو عملیاتو په اړه سیاسي مشرانو ته حال تېر کړو


د پاکستان پوځ جنرال اشفاق پرویز کیاني دسياسي گوندونو مشرانو ته په سوات کې دتندلارو پر ضد دروانو عملياتو په هکله حال احوال تيرکړی دی.
ښاغلي کیاني د تړلو دروازو شا ته یوه غونډه کې سیاسي مشرانو ته وويل چې دغه عمليات دکومو تندلارو پر ضد عملیات روان دي اؤ دهغوي شميره څومره ده، څومره تندلاري وژل شوي اؤ دغه عمليات به نور څومره دوام ولري.
دجمعې په ورځ دصدراعظم په ماڼۍ کې سوات کې دروانو پوځي عملياتو په اړتيا اؤد بې کوره شوؤ خلکو په ستونزه دهيواد سياسي مشرتابۀ پۀ باور کې داخستو لپاره جوړ شوي ان کيمره بريفنگ ته دوينا په مهال ښاغلي گيلاني وويل مونږ ټولې ستونزې دجمهوري اؤ پرامنه لارې هوارول غوښتل خو دغه کار زمونږ کمزوري وگڼل شوه.
صدراعظم وويل دهيواد په نورو برخو کې هم جنگيالو خپلو فعاليتونو ته دوام ورکول پيل کړي وؤ.
دهغۀ وينا وه حکومت سره دټولو سياسي اؤ پرامنه وسيلو ختميدو وروسته دتندلارو پر ضد عملياتو لپاره دپوځ راغوښتلو څخه پرته بله لار نۀ وه پاتې شوې.
نوموړي وويل پۀ دي پوهيږي چې پوځي عمليات زمونږ دستونزې مستقل هوارى نۀ دى اؤ په دغو ځپلو سيمو کې به داوږدمهاله امنيت يقيني کولوپه خاطر درايې اتفاق ته رسيدو لپاره سياسي اړخونه شاملول وي.
صدراعظم وويل پاکستان دخپل تاريخ په دوه لاري ولاړ دى اؤ وضعيت عادي نۀ دى.
گيلاني وويل جنگيالو ورانکاري کوله اؤ زمونږ دټولنې لپاره گواښ جوړ شوي وؤ.
هغۀ وويل حکومت په دې خبره پوخ يقين لري چې پارلمان خپلواکه اداره ده ځکه نو پارلماني مشرتابۀ پۀ باور کې اخستل زيات ضروري دي.
بريفنگ کې دمسلم ليگ(ن) مشر ميا محمد نواز شريف، دجے يوايي(ف) پارلماني مشر مولانا فضل الرحمان، دمسلم ليگ(ق) پارلماني مشر چوهدري پرويز الهي، دايم کيو ايم فاروق ستار، په قامي اسمبلۍ کې داپوزيسيون مشر چوهدري نثار علي خان، دپيپلز پارټۍ شيرپاؤ مشر افتاب احمد خان شيرپاؤ،دصوبه سرحد گورنر اويس احمدغني، وزيراعلي امير حيدر خان هوتي، دعوامي نيشنل گوند وياند محمد زاهد خان ، دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني، داستخباراتي شبکې ايي ايس ايي ميجر جنرال ظهير الاسلام اؤ نورو گڼو چارواکو گډون وکړو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG