لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سري لنکا پوځ واې د یاغیانو پرضد جگړه ودرولی شوې ده


د سري لنکا پوځ سرلښکر واې د هیواد په شمالي برخه کې د وسله والو بیلتون خوښونکو یاغیانو ماتي ورسته پوځ جگړه ودرولي ده او جنگي عملیات تړلی شوي دي.

د گل په ورځ لیفټیننټ جنرال سارات فانسکا لخو اعلان ښاې د سري لنکا حکومت په لومړي وارد کال ١٩٨٣ راهسي د هیواد په شمالي جافنا سیمه په مکمل توگه واک ترلاسه کړو چرته چې بیلتو خوښونکو د تامل قام لپاره د بیل هیواد په حق کې د ازادۍ جنگ پیل کړی وو.

د تیرو ٢٥ کلونو راهسي په شمالي سري لنکا کې د حکومتی ځواکونو او تامل یاغیانو تر منځ جگړوکې په زرگونو خلک وژل شوي دي چې په غټه شمیره پکښې ملکي تنان هم شامل دي. تامل یاغیان په سري لنکا کې په ځانمرگي بریدونو کې ککړ هم یادیدل.

هم د گل په ورځ حکومتي ټیلي وژن دا خبر خپور کړو چې د تامل یاغیانو مشر ویلوپیلای پرابهکاران په ورستۍ جگړه کې وژل شوی دی. ددې وړاندي پوځ ویل چې د یاغیانو گرد مشران وژل شوي دي. یاغیانو ته به تامل پړانگان ویل کیدل.

په عین حال کې، ملگرو ملتونو ویلي دي چې د سري لنکا په جگړه کې دي پلټني ووکړی شي چې حکومتي ځواکونو او یا یاغیانو لخوا خو کوم جنگي جرمونه نه دي شوي. ملگرو ملتونو دا هم ویلي دي چې د سري لنکا په بې امنۍ کې د جنورۍ راهسي ٦،٥٠٠ ملکي تنان وژل شوي دي او ٣٠٠٠٠٠نور خلک بې کوره شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG