لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاکنډ کې دتندلارو پر ضد پوځي عمليات دوام لري


د صوبه سرحد سوات، کوز دير اؤ بونير سيمو کې دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري اؤ امنيتي ځواکونو دسوات په تخته بند، قنبر،مټه اؤ کبل تحصيل کې دتندلارو په ځالو ګوله باري کړې ده چې له امله يې هغوي ته ددرنې مرګ ژوبلې اوښتو انديښنه ښودل کيږي.
په سوات کې دنامعلومې مودې پورې کرفيو پځايې کړل شوې چې له امله يې په سيمه کې دخوراکي موادو سخت کموت رامينځته شوى دى اؤ خوندي سيمو ته کډه کوونکي هم ديو لړ ستونزو سره مخ دي.
دسوات په شاه ډهيرۍ سيمه کې تندلارو دعوامي نيشنل ګوند دمرکزي مشر خان نواب کوراؤ حجره په چاؤديدونکي موادو سره الوځولي دي.
امنيتي ځواکونه دسرښار مينګورې په لور پرله پسې پرمختګ کوي اؤ ښار يې تر خپلې ولکې لاندې راوستى دى.
سرچينې وايي په مينګوره کې تراوسه طالبان موجود دي اؤ پوځيان دسخت مقاومت سره مخ دي.
دسوات په کالام سيمه کې دقامي لښکر اؤ تندلارو ترمينځ داوربند داعلان باوجود تندلارو هم هاغه شان مورچې نيولي اؤ په سيمه کې وسله والې ګزمې کوي.
تيره ورځ دقامي لښکر اؤ تندلارو ترمينځ دخبرو اترو وروستو دواړه خواوې په اوربند صلاح شوې وې.
همدغه راز دصوبه سرحد دبونير ضلعې په پيربابا اؤ ملک پور سيمو کې دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري.
امنيتي ځواکونو دکوز دير په ميدان سيمه کې دتندلارو په ځالو ګولۍ ورولي دي چې له امله يې هغوي ته دمرګ ژوبلې اوښتو راپورونه ترلاسه شوي دي.
دصوبه سرحد په سرښار پيښور اؤ مردان کې دسوات، دير اؤ بونير سيمو څخه کډه کوونکو خلکو په امدادي کيمپونو کې دسختې ګرمۍ له امله درې ماشومان مړۀ شوي دي.
سرچينې وايي دبونير ضلعې په ډګر سيمه کې دګوله بارۍ له امله ٦ کسان وژل شوي دي.
په بونير کې نن دسحر ٧ؤ بجو څخه ماښام ٧ؤ بجو پورې ګرځ بنديز کې نرمښت شوى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG