لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ : عملياتو کې ١٢ جنگيالي وژل شوي دي


دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې د طالب جنگیالو پر ضد په روانو پوځي عملياتو کې نور ١٢ جنگيالي وژل شوي او يو عسکر هم خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانگه يا ايي ايس پي ار وايي دسوات په پيوچار سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا دلټونې عمليات دوام لري.
پوځ وايي په سيمه کې دتندلارو په ډزو دوه عسکر ژوبل شوي دي.
دسرښار مينگورې په هکله دايي ايس پي ار وينا ده امنيتي ځواکونو په مينگوره ښار کې دتندلارو نامتو کمانډر عرفان الله هم وژلى اؤ دغلته کور په کور لټون روان دى.
پوځ وايي دمينگورې ښار به په راتلونکو دوه دريوؤ ورځو کې دتندلارو څخه په بشپړ ډول پاک کړل شي.
پوځ وايي کومو خلکو چې دسيمې څخه کډې کړي دي هغوي به په سيمه کې دبريښنا اؤ اوبو داسانتياوؤ باوري کيدو څخه وروستو سيمې ته راستنيدلى شي.
دايي ايس پي ار له مخې په مينگوره کې کور په کور دلټون په مهال دنشات څلور لاري سره نزدې ٨ تندلاري هم نيول شوي دي.
دپوځ وينا ده امنيتي ځواکونو دکانجو او کبل ترمينځ غځيدلې لويه لاره دتندلارو څخه پاکه کړې ده.
همدغه راز پوځ ادعا کړې ده چې په بونير کې سلطان وس سيمه دتندلارو څخه په بشپړ ډول پاکه کړل شوې اؤ دغلته پوځ خپل واک ترلاسه کړى دى.
پوځ وايي دبونير سيمې څخه وتلي کډوال تر سلطان وس سيمې اوس بيرته خپلو کورونو ته راستنيدلى شي.
دپوځ دبيان له مخې قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې هم پوځ واک ترلاسه کړى اؤ جنگيالي په شا تمبول شوي دي.
پوځ وايي دمومند ايجنسۍ څخه وتلي کډوال بيرته خپلو سيمو ته راستنيدلى شي.
په سوات ، بونير او کوز دير کې دتندلارو په ضد دپيل کړل شوؤ پوځي عملياتو څخه راپديخوا پوځ هره ورځ دملاکنډ سيمې په بيلا بيلو برخو دواک ترلاسه کولو ادعاوې کوي خو دسيمې څخه ازادې سرچينې وايي اوس هم په سوات کې پوځ يواځې دخپلو سنگرونو او مرکزونو دننه فعاليت کوي او نورې سيمې په عملي ډول دطالبانو دواک لاندې دي.
دسيمې څخه ازادو سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي طالبان اوس هم دسرښار مينگورې په گډون دسوات په بيلا بيلو برخو کې وسله وال فعاليتونه کوي او پوځ دهغوي مخې ته دورتگ توان نۀ لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG