لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خصوصې استازی به د پاکستان په سفر ځې


د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکې خصوصې استازی رچرډ هالبروک به په پاکستان کې د بې امنۍ له امله د بې کوره شوو خلکو حال لیدلو لپاره په دا هفته د پاکستان په سفرځې.

دامریکې خارجه وزارت د گل په ورځ یوي اعلامیه کې وویل چې پاکستان ته د تگ په محال بهرچرډ هالبروک او ځني نور افسران به په کیمپونو کې د خلکو د خیرښیگړې جاب اخلي. هالبروک او د هغه د ډلې غړي به د جون د دریمې او د پنځمې نیټې تر منځ د پاکستان او افغانستان سیمې په سفر وي.

د امریکې نیویارک ټائمز ورځپانړې د گل په ورځ د پاکستان په اړه یو رپورټ کې وویل چې رچرډ هالبروک به د ځان سره دد فاع او خارجه وزارتونو او د امریکې د بهرنې پرمختیا لپاره د ادارې یا یوایس ایډ د افسرانو یوه ډله هم بوځې چې وو گوري چې د کډوالو لپاره د مرستو هلې ځلې څه رنگ توندیدی شي.

په سوات، بونیر او دیر سیمو کې د بې امنۍ امله تر دیرشو لاکو پورې خلک بې کوره شوې دي چې دا وخت د خپلو خپلوانو، د کرایو په کورنو او په کیمپونو کې په نورو سیمو کې ژوند کوې.

د نورو هیوادونو او نړې والو ادارو په څیر امریکا هم د پاکستان بې کوره شوو خلکو ته مرستې وړاندې کړې دي.

تیره هفته پاکستان کې د امریکې سفیره این ډبلیو پیټرسن په یارحسین کې دکډوالو کیمپ ته ورغله او هلته يي د میشته خلکو سره د مرستې لپاره د ٢٦.٦میلنیه ډالرو د امداد ژمنه ووکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG