لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور اؤ نوښار کې ځانمرگي بريدونو  اته کسان وژلي دي


د پاکستان دپنجاب ايالت سرښار لاهور او دصوبه سرحد په نوښار سيمو کې دجوماتونو دننه ځانمرگي بريدونه ترسره شوي چې پکې دلمړيو راپورونو له مخې اته کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دغه ځانمرگى بريد نن دجمعې دنمانځه څخه وروسته دلاهور گړي شاهو سيمه کې موقعيت لرونکي مدرسې چې دجامعه نعيميه په نوم ياديږي کې ترسره شوى دى.
سرچينې وايي ددغه مدرسې يو مشر ډاکټر سرفراز نعيمي دمدرسې دروازې سره پيوست خپل دفتر کې ناست وؤ چې يو ځانمرگى ورننوتلو او ځان يې دهغه په دفتر کې دزوردارې چاؤدنې سره والوځولو چې له امله يې دډاکټر سرفراز نعيمي په گډون ٤ کسان ووژل شول.
دسرچينو وينا ده پاتې نور کسان دمدرسې زده کوونکي وؤ.
دسرچينو وينا ده دچاؤدنې له امله دمدرستې ټولې شيشې راغورځيدلي او شاوخوا ديوالونو ته سخت زيان رسيدلى دى.
دځانمرگي بريد کوونکي عمر ١٨ کاله او ويښته تور ښودل کيږي.
په پيښه کې ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتون رسول شوي خو دغلته هم دزياترو حالت مرگونى ښودل کيږي چې له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
پوليسو ددغه مدرسې سره نزدې دوه شکمن کسان هم نيولي.
بايد وويل شي په دغه چاؤدنه کې وژل شوى ديني عالم ډاکټر سرفراز نعيمي په پاکستان کې دکيدونکو ځانمرگيو بريدونو په ضد ؤ اؤ انديښنه ښودل کيږي هغه دخپلې دغه فتوې په غبرگون کې وژل شوى دى.
بل لوري ته دصوبه سرحد په نوښار سيمه کې هم دسپلايي ډپو په يو جومات کې ځانمرگى بريد ترسره شوى چې له امله يې ٤ کسان وژل شوي او شاوخوا ٩٢ نور ژوبل دي.
دسرچينو له مخې په دغه جومات کې خلک دجمعې نمانځه ته ولاړ وؤ چې په دغه مهال يو ځانمرگي بريد کوونکي دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى دجومات ديوال سره ټکر کړو چې له امله يې ٤ کسان ووژل شول.
ددغه ځانمرگي بريد له امله هم دجومات چت پيښې ناستى اؤ جومات شاوخوا کورونو او بهر ولاړو گاډو ته هم زيان رسيدلى دى.
دسرچينو وينا ده دجومات سره پيوست کورونو کې موجودې ښځې هم ددغه بريد له امله ژوبل شوي دي.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره روغتون ته رسول کيږي.
دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري، صدراعظم يوسف رضا ګيلاني ددغو پيښو په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

Keywords: Pakistan, Lahore, malakand, militants, taliban


ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG