لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک:د اخرې ترهه گر ختمولوپورې به عمليات روان وي


دپاکستان دکورنيو چارووزير رحمان ملک ويلي دي په هيواد کې روانو پوځي عملياتو ته به تر هغې دوام ورکړل شي ترڅو چې وروستى ترهه ګر هم له مينځه نۀ وي وړل شوى.

په اسلام اباد کېپه پوليسو دانعامونو ويشلو دستورې ته دوينا په مهال ښاغلي ملک وويلدافغان جنگ له امله پاکستان کې وسله اونشۍ څیزونه خوارۀ شول او ترهه گرو ته وسله له افغانستان څخه ورکړلی کيږي.

دکورنيو چارو وزير وويل داسلام اباد پوليسو دچټک فعاليتونو په کولو سره په دې وروستيو کې په اسلام اباد کې دسفارت کارانو دتښتونې او په بيلا بيلو ځائيونو کې دترهه ګريزو بريدونو يو لويې پلان ناکام کړى دى.

رحمان ملک وويل دترهه گرو سره وسلو غورځولو څخه پرته بله لار نشته.

هغه وويل ترهه گر بونير، دير او سوات څخه په تښتيدو مجبوره شوي دي .

نوموړي وويل په اسلام اباد کې به نور عسکر گمارلى شي.

هغه وويلواړۀ ماشومان د٥نه تر ٢٥ لکو روپو پورې اخستلى او بيا هغوي دځانمرگي بريدونو لپاره کارولى شي.

بل لوري ته دپاکستان يوې ورځپاڼې دي نيوز هم پخپل ځانگړي راپورټ کېويلي دي چې طالبان دورانکارۍ او ترهه گرۍ لپاره ماشومان کاروي.

ورځپاڼه ليکي دترهه گرۍ فعاليتونو کې کارولو لپاره داړو او غريبو ماشومانو انتخاب کولى شي او دغه ماشومان ددې نه بې خبره وي چې دهغوي په ذريعهدگڼو بې گناه انسانانو دژوند اخستو ناوړه کار کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG