لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رابرټ گيټس :امريکا دشمالي کوريا دبريد په ضد چمتو ده


د امريکا ددفاع وزير رابرټ گيټس ويلي دي امريکا دشمالي کوريا دممکنه ميزائيلي بريد څخه دځان ژغورنې دپاره ټولې تيارۍ سرته رسولي دي.
په واشنگټن کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ښاغلي گيټس وويل دشمالي کوريا له اړخه دامريکا په هوايي ايالت دميزائيلي بريد په صورت کې امريکا دتهاډ ميزائيلو ددفاعي نظام اؤ او راډار دلگولو منظوري ورکړل شوې ده.
دهغه وينا وه په الاسکا ايالت کې به ځمکنى دفاعي نظام هم دځوابي بريد لپاره چمتو وي.
دافغانستان په هکله دخبرو په مهال ددفاع وزير وويل افغان وگړو ته به دا باور ورکول وي چې امريکا او ناټو دهغوي ملگري دي.
رابرټ گيټس زياته کړه افغانستان کې دهوايي بمباريو له امله دبې گناه وگړو په وژل کيدو افسوس پکار دى.
هغه وويل د12F22 جنگي الوتکوجوړولو دپاره دنورو پنگو دورکولو خواست رد کول يوه اهمه ستونزه ده.
بل لوري ته امريکايي پوځ دملګرو ملتونو دنوي قانون په اساس دشمالي کوريا دوسلو وړونکې سمندري بيړه پخپله قبضه کې اخستې ده.
په ټوکيو کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دامريکا دکابينې سکتر وويل جاپان پوهيږي چې دامريکا لخوا دغه ګام دملګرو ملتونو لخوا په وړاندې کړل شوي نوي قانون دعمل کولو دپاره اخستل شوى دى.
هغه وويل ګمان نۀ کوي چې دجاپان حکومت به دامريکا ددغه پوځي ګام په هکله خپله رايې په ډاګه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG