لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه ته امداد د رسوولو دپاره امریکا په بحیره روم کې عارضي بندر جوړوي


صدر جوبایډن
صدر جوبایډن

د امریکې صدر جوبایډن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امریکې د کانګرس مشترکه غونډې ته سټېټ اف دي یونین خطاب کوي او امریکايي چارواکي وايي غزه ته د بشري امداد رسوولو په لړ کې به بایډن دا اعلان هم کوي چې امریکا او ځینې اتحادي ملکونه د غزه د ساحل سره په بحیره روم کې په بېړنۍ توګه عارضي بندر جوړوي.

امريکايي چارواکو مطبوعاتو ته د زیارت، پنجشنبې، په ماسخوتن، د کانګرس غونډې ته د بایډن د کلني تقریر د متوقعو اهم ټکو په اړه وویل صدربابډن به په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د "بوږنونکې" حملې او د اسرایل د دې حق په اړه هم خبرې کوي چې د حماس او د حملې د ذمه وارانو خلاف ګامونه پورته کړي.

دا چې د حماس په ضد په عملیاتو کې په اسرایل دا بار هم زیات شوي چې حماس د ملکي خلکو په شا پنا اخیستې او په ملکي ابادۍ کې یې ځان پټ کړی دی خو اسرایل دا ذمه واري هم په غاړه لري چې په غزه کې بې ګناه شهریان محفوظ کړي او د انساني بحران په لړ کې هم ګامونه پورته کړي.

بایډن به دا اعلان کوي چې امریکايي پوځ ته يې امر کړی چې د غزه د ساحل سره په بحیره روم کې په بیړنې بنیادونو یو مشن قایم کړي چې لوی سمندري جهازونه ورته خوراک، اوبه او دوایانې ورسوولی شي. د عارضي بندر دلارې به په سلګونو اضافي ټرکونه غزه ته اضافي امداد رسوولی شي.

صدر بایډن به دا خبره هم واضحه کوي چې غزه ته بشري امداد د رسوولو دپاره د امریکې ترڅنګ ټولو ته د زیاتو کوښښونو ضرورت دی.

د چارواکو په وېنا صدر بایډن به د حماس په ولکه کې د باقي پاتې یرغمالانو په اړه هم خبرې کوي.
امریکايي چارواکو وويل په دې لړ کې د مصر په سرښار قاهره کې ټوله هفته خبرې شوي. د خبرو هدف د اسرایل او حماس په جنګ کې اوربند، د یرغمالانو ازادېدل او غزه ته زیات امداد رسوول شامل دي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. ځینې یرغمالان د نومبر په میاشت کې د عارضي اوربند په مهال ازاد کړی شوي او ځینې اوس هم د حماس په بند کې دي. د یرغمالانو د خوشي کېدو په بدل کې اسرایل یو شمېر فلسطیني قېدیان ازاد کړل.

د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس په ضد عملیات شروع کړي چې د غزه د صحت وزارت وايي په اسرایلي حملو کې د ۳۰۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي خو وزارت د وژل شویو کسانو په اړه دا نه وايي چې څومره په کې وسله وال او څومره ملکي کسان دي.

اسرایل وايي په زرګونو وسله وال يې وژلي دي. امریکې، برطانیې، يورپین یونین حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG