لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هيلري کلنټن :دپاکستاني کډوالو غم دې ټوله نړۍ وکړي


دامريکا دبهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن تيره ورځ پخپل يو بيان کې دسوات بې کوره شوي خلک دټولې نړۍ ستونزه وبلله. هغې ويلي دي طالبانو سره جگړه او دپاکستان مرسته ضروري ده.
داوباما انتظاميې لخوا پاکستان لپاره د١٠ؤ کروړو ډالرو دامداد اعلان هم ددې لړۍ يوه کړۍ وه.
هغې په نړيواله ورورولۍ ټينگار کړى دى چې دسوات بې کوره شوؤ خلکو ته زړۀ پورې مرستې ورکړي په پاکستان کې دتندلارو په ضد د روانو پوځي عملياتو له امله کۀ يو لوري ته په تيرو څو لسيزو کې تر ټولو سترې کډې کولو لړۍ په لکونو خلک بې کوره کړي نو بل لوري ته دپاکستان په ستونزو کې ورسره هم زياتوالى راځي.
په ملاکنډ کې دپاکستاني پوځيانو لخوا دتندلارو په ضد عملياتو څخه وروستو اوس په وزيرستان کې دبيت الله محسود په ضد دعملياتو دتياريو له امله ددغه ځايې څخه هم په په گڼ شمير کې خلک خوندي سيمو ته پناه وړي.
امريکايي پوهان وايي په پاکستان کې رامينځته شوي ددغه وضعيت ښۀ کولو لپاره په سملاسي توگه داسې گامونو اخستو ته اړتيا ده چې له امله يې دغه بې کوره شوي خلک زر تر زره خپلو کورونو ته بيرته لاړ شي.
په سوات اؤ قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد دپيل کړل شوؤ عملياتو له امله داغيزمن شوؤ خلکو شمير دپاکستان دحکومت له مخې د٣٠ؤ لکو څخه اوښتې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG