لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مومند ايجنسي : ن د لښکر١٢ غړي او درې طالبان وژل شوي


د پاکستان قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ کې تندلارو سره دنښتې په مهال دقامي لښکر ١٢ غړي او درې تندلاري وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دمومند ايجنسۍ دامبار تحصيل په پام پوه کلي تيره شپه تندلارو بريد وکړو چې له دې وروستو دپوځي عملياتو ملاتړ کوونکي قامي لښکر او ددغو تندلارو ترمينځ نښته پيل شوه.
نښته کې دقامي لښکر د١٢ؤ غړو په گډون ١٤ تنه وژل شوي او ١٧ نور ورک شوي دي.
دقامي لښکر او تندلارو ترمينځ په دغه نښته کې ٣ تندلاري هم وژل شوي او ٥ نور ژوبل شوي دي.
په مومند ايجنسۍ او ورسره پيوست باجوړ ايجنسۍ کې دا مهال طالبان زيات فعال دي او وخت ناوخت دغلته په امنيتي ځواکونو بريدونه کوي.
دمومند او باجوړ ايجنسيو پولې دافغانستان سره هم لگيدلي او تير کال دافغانستان څخه په سوونو طالبان دپاکستان خاورې ته را اوختلي او ددې ځايې دطالبانو په ملتيا يې په مومند ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو يوه پوسته باندې بريد کړى ؤ چې پکې ١٢ پاکستاني عسکر وژل شوي وؤ.
بل لوري ته دصوبه سرحد جنوبي ضلعه لکي مروت کې کرفيو يا گرځ بنديز پځايې کړل شوى ، دشاه حسن خيل په مقام دتندلارو يوکمانډر نيول شوى او دلسگونو جنگيالو کورونه ړنگ کړل شوي دي.
دسرچينو وينا ده دتندلارو په ځالو گوله باري هم شوې او پوليسو دشاه حسن خيل سيمه پخپله ولکه کې اخستې او دلټونې عمليات يې پيل کړي دي.
سرچينې وايي په لکي مروت کې د جوماتونو څخه خلکو ته دکورونو څخه دبهر نۀ راوتلو وينا شوې ده.

XS
SM
MD
LG