لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان په شمال غربې سېمو کې نوره مرگ ژوبله شوې ده


دپاکستان پوځ وايي په تير يو شواروز کې يې دصوبه سرحد سوات او بنو سيمو کې دتندلاري کمانډر محمد رسول په گډون ٤ جنگيالي وژلي او ٣٤ نور يې ژوندي نيولي دي.

دا مهال په سوات کې دطالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمينځ جگړه روانه ده او پوځ ادعا کوي چې په دغه جگړه کې يې شاوخوا ١٧٠٠ جنگيالي وژلي دي، خو څيړونکي په دغه شميره شکونه لري.

دپاکستان دپوځ لخوا دجاري کړل شوي سرکاري بيان له مخې دابن امين ورور محمد رسول او کمانډر اکرم دسوات په شکدره سيمه کې دروانو عملياتو په مهال وژل شوي دي.

همدغه راز دسوات خوازه خيلې سره نزدې عملياتو کې ځايې تندلارى کمانډر وهاب هم وژل شودى.

دبنو په هکله دپوځ وينا ده په مډي سيمه کې دتندلارو سره دنښتې په مهال يو تندلارى وژل شوى او ٧ نور نيول شوي دي.

بل لوري ته قبائيلي سيمې باجوړ کې ٤ کسان وژل شوي او دتندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو عمليات دوام لري.

دسرچينو له مخې دغه کسان دباجوړ ايجنسۍ دخار تحصيل په ماندل خوړ سيمه کې وژل شوي دي.

دوژل شوؤ ټولو کسانو تعلق دچترال سره ښودل کيږي او دپيښې په هکله پوليټيکل انتظاميې پلټنې پيل کړي دي.

همدغه راز دباجوړ ايجنسۍ په ناوگۍ تحصيل کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په ځالو دتوپو له لارې گوله باري کړې ده چې پکې گڼې ځاله له مينځه تللي او دمرگ ژوبلې انديښنه ښودل شوې ده.
اخوا دصوبه سرحد په بنو سيمه کې دپوليسو په گاډي دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې د٥ؤ پوليسو په گډون ٨ کسان ژوبل شوي دي.

دبنو دپوليسو مشر اقبال مروت ډيوه راډيو ته ويلي دپوليسو په گاډي دغه بريد دميريان تاڼې په ساحه ممبۍ بارک کې شوى دى.

هغه ومنله چې پيښه کې ٥ پوليس او درې عام وگړي ژوبل شويدي.

همدغه راز دصوبه سرحد په لکي مروت سيمه کې هم دپوليسو په مرکز او دپوليس دسيمه ييز مشر په کور دنامعلوم لوري څخه راکټي بريدونه شوي دي. په دغه پنښه کې یوه ملکې ښځه مړه او درې نور تنان زخمیان شوې دي.

پوليس په دغه ضلع کې کلک امنيتي تدابير نيولي او ښار ته ورتلونکې ټولېلارې په سختۍ سره څاري

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG