لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دالقاعده یو مشروايي تنظیم يي د امریکې د لاسه سختو مشکلاتو سره مخ دی


د القاعده شبکې یو مهم مشر د کتاب نه داسې ښکاره کیږې چې د امریکې لخوا د بریدونو له امله سخت فشار سره مخ دي اوتنظیم ته يي د جاسوسانو د سرگرمو په وجه د خبردارۍ تر حده پورې زیان رسیدلی دی، یو شمیر مهم غړې يی نیول شوې او یا وژل شوې دې او د جاسوسانو د مخبرۍ په وجه يي د پیسو او عسکری ملاتړ لارې هم نیولی شوې دې.
کتاب ابو یحیا الالیبې لکلی دی چې نوم يی دی دمسلمان جاسوسانو په هکله قوانینو ته لارښودنه. ابو یحیا الالیبې د القاعد سر مشرانو کې شامل دی او یو عالم گنړلی کیږي. د هغه د کتاب پیژندگلو د القاعده ددویمې شمیرې مشر او د اوسامه بن لادن دست راست، ایمن الظوایرې لیکلې ده.
په عربۍ ژبه کې دا کتاب تیره میاشت د انټرنیټ د لارې خپورکړی شوی دی او په انټر نیټ د جنگیالو په ویب پانړو باندې یو نظر ساتونکی وايي په عامه توگه د القاعده مشران د کامیابیو او په فاتحانه انداز کې خبرې کوې خو د ابو یحیا الالیبې د کتاب دخفگان نه ډکه لهجه ښاې تنظیم يي د سختیو او مشکلاتو سره مخ دی.
الالیبې څوک چې په کال ٢٠٠٥ کې د افغانستان د باگرام امریکاې عسکرې مرکز کې د بند نه تښیدلی دی خپل کتاب کې د جاسونانو د سرگرمو نه سر ټکولی دی. اووايي جاسوسان لکه د ملخو ددوې چاپیرا خپاره شوې دې.
په واشنگټن کې د څیړنی ادارې مډل ایسټ میډیا ریسرچ انسټیټیوټ کې ډی نییل لاو د ابو یحیا الالیبې د کتاب ځنې برخې د عربۍ نه انگریزۍ ژبې ته ترجمه کړې دې.
هغه وايي د الالیبې د کتاب بنیادې مقصد داښکارې چې القاعده د شرېعت په رنړا کې جاسوسانو د وژلو لپاره کوم جوازجوړول غواړې.
هغه وايي د هغه په خیال د کتاب بنیادې مقصد دادی چې داسې هڅه ووکړی شې چې د شک من جاسوسانو خلاف د کمپائین شورو لپاره زمنیه برابره کړی. هغه وايي دا په غټه کچه کمپین کیدی شې اود کتاب په یو ځاې کې ابو یحیا الالیبې د زرگونو په شمیره کې د جاسوسانو ذکر کړی دی.
په کتاب کې ویل شوې دي چې د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې امریکې لپاره جاسوسان لکه د اږدو لاسونو په زیر کار کوي او دغه لاسونه د کورونو او گورو ځنگلونو دننه، دنگو غرونو، سختو وادیانو او د تیارو نه ډک غارونوته رسیدگې او په نخښه کړی شوو خلکو په هکله امریکې ته ها غه معلومات ورکوي کوم چې امریکې یواځې سره د عسرې ټیکنالوجۍ هم نشول تر لاسه کولی.
ابو یحیا الا لیبې خپل کتاب کې وايي چې جاسوسان په هر شکل کې دې لکه په ملاچپ بوډا سړې نه واخلې نو د کوردننه ځوانه جینۍ هم جاسوسه کیدی شې. دوې ډاکټر، د هسپتال نرس، انجینئیر، افسر، استاذ، طالب علم، موأذن،د یو تبلېغې، د جومات امام، خیر غوتونکی، د ټیکسې ډریور او یا کوم دکاندار پورې تنان کیدی شې.
ډی نییل لاو وايي د القاعده گنړ شمیرغړې په وزیرستان کې موجود دې خو د تنظیم مشرانو په هلکه دا معلومه نه ده چې چرته به وي. هغه وايي ابو یحیا الالیبې خپل کتاب کې د ځاې جاسوسانو کو ته وینا کوي.
هغه وايي د کتاب د لوستنو نه په څرکنده توگه داسې ښکارې چې ابو یحیا الالیبې په قبائیلیانو اوپه ځاې خلکو کې د شک من جاسوسانو په اړه خپل کتاب کې خبرې کړې دې.
ډې نییل لاو وايي د کتاب نه دا نه ده معلومه چې د پاکستان په قبائیلې سیمو کې د جاسوسۍ په تورونو چې د خلکو سرونه قلم کړی شوې دې ایا هغه د القاعده په وینا شوې دې او که نه.
د کتاب په پیژندگلو کې ایمن الظواهرې د الالیبې د علم ستائینه کوي او د جاسوسانو د کار په لړ کې د ابو لیته الالیبې ذکريي کړی دی څوک چې په کال ٢٠٠٨ کې په شمالې وزیرستان کې د بې پائلټه جهاز په برید کې اوژل شو.
ابو یحیا الالیبې په پاکستان کې د نیول کیدورسته امرېکاې ځواکونو ته ووسپارلی شو.په کال ٢٠٠٥ کې هغه سره د څو ملگروپه شمالې افغانستان باگرام کې جوړ د امریکاې ځواکونو مرکز کې ځندان نه په تښتیدو کې کامیاب شو او د هاغه راهسې يي بیايی د جنگیالیتوب لاره نیولې ده.

XS
SM
MD
LG