د پاکستان ملاکنډ ډویژن نه بې کوره شوو خلکو خپلو سیمو ته د بیرتگ لړۍ پیل کیدل، د پاکستان او هند نر منځ اړیکې، د افغانستان په هکله د امریکې تگ لاره او په افغانستان کې د نړې والو ځواکونو په اړه پورټونه د تیرې هفتې څو مهم خبرونه وو چې تاسو تا يي په یوه کتنه کې وړاندې کوو.
د پاکستان د صوبه سرحد په کچه د تیرې هفتې تر ټولو مهم خبر خو دا وو چې د ملاکنډ ډویژن نه د بې امنۍ په وجه بې کوره شوو په لکونو خلکو د بیرته خپلو کورنوته د تگ لړۍ هم دې تیرې هفته کې شورو شوه.
ددې سره سره چې حکومت بیرته تلونکو خلکو سره مرسته کوله، سفرې استانیاوې يی ورته وړاندې کړې دې ، ددوې تحفظ لپاره يي گامونه پورته کړې دې خو یوشمیر کډوالو دا گله هم کوله چې یو شمیر ستونزو سره مخ دې. په کلو کې يی ینیادې اسانتییاوې نه دې برابرې کړی شوې او د حکومت لخوا د لوظونو باوجود هم ورسره کومه مالې مرسته نه ده شوي.
د پاکستان سیاست په اړه د تیرې هفتې مهم خبر هم د هفتې په یاې کې رامنځته شوو. د پاکستان تر ټولو لوې عدالت سپریم کورټ یوه فیصله کې د پخوانې وزیراعظم نواز شریف خلاف د ترهگرۍ او د جهاز اغوا کولو مقدمه لمنځه یوړه او دا رنگ يي د نوازشریف لپاره په ووټونو کې د برخه اخستلو کې خنډ لرې شو.
د نواز شرېف خلاف پخوانې جمهوررئیس پرویز مشرف په حکومت کې د هاغه جهاز اغوا کولو مقدمه پیل کړې شوي وه په کوم جهاز کې چې پرویز مشرف، څوک چې هاغه وخت د پاکستان د پوځ مشر وو، د سرې لنکا نه هیواد ته ستنیدو. د سنده هاې کورټ نواز شریف ته په دغه مقدمه کې سزا اورولی شوي وه. ددغه سزا په وجه نواز شرېف په ووټونو کې د برخه اخستلولپاره نا اهله گرځولی شوی وو.
خو د سپریم کورټ پنځنه تنې بنیچ د نواز شریف په حق کې خپله فیصلمه کې وویل داسې کوم ثبوت منځ ته نه دی راغلې چې نواز شریف په ترهگرۍ کې ککړ دی.
داسې ښکارې چې په ووټونو کې برخه اخستلولپاره د هغه په لاره کې کوم خنډ اوس نه دی پاتې شوی. که څه هم د سپرېم کورټ دا فیصله به خپله د نواز شریف او د هغه پاکستان مسلم لیگ گوند لپاره د خوشحالۍ وړ وي، ځنې خلک وايي دادعدالت لخوا یوه سیاسې فېصله وه. خو د فیصلې پلویانو ویل چې د نوازشرېف خلاف مقدمه هم په سیاسې بنیادونو باندې رالولاړه کړی شوې وه.
د تیرې هفتې یو بل مهم پرمختگ د پاکستان او هند ترمنځ تعلقاتو په هکله دی. د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا گیلانې او د هند وزیراعظم من موهن سنگ د مصر ښار شرم الشیخ کې د بې طرفه هیوادونو غونډې په غاړه لیدل کتل ووکړل. دواړو مشرانو د پاکستان او هند تر منځ د امن لپار په ځنډ کې غورځیدلی عمل بیا شورو کولو باندې موافقه ترلاسه کړه. خو د هند وزیر اعظم سملاسې ورسته د خپل هیواد پارلیمان ته وینا کې وویل ترڅو پاکستان په ترهگرۍ باندې قابو نه وي موندلی هند به ورسره کومه مزاکره وونه کړې. هغه وویل داد هند مستقل دریز دی چې د کومې مزاکرې پیل کولو وړاندې دې پاکستان باید دا یقېني کړې چې خاوره به يی د هند خلاف ترهگرۍ لپاره نه کارولی کیږي. خو هغه دا وویل چې د دواړو هیوادونو خارجه سیکټریان به په رز د یو بل سره ویني.
د امریکې خارج وزیرې هیلرې کلنټن تیره هفته په واشنگټن کې یوې غونډې ته وینا کې دا امکان څرگند کړې دې چې خپله امریکا او په افغانستان کې د امریکې ملگرې،چې ښکاریده اشاره يي افغان حکومت ته وه، دې ته تیار دې چې هاغه طالبانو سره خبرې ووکړې څوک چې وسله ووغورزوي.
د افغانستان نه د تیرې هفتې مطبوعاتې رپورټونو ترمخه، د جولاې تر پنځلسمې نیټې پورې شپږ څلویښت نړې وال ځواکونه د طالبان خلاف هڅو کې وژل شوې دې چې څلیریشت پکې امریکایان عسکر وو. ددغه رپورټونو تر مخه جولاې د نړې والو عسکرو لپاره په تیرو اتو کلونو کې تر ټولو خونړۍ میاشت وه.