لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د تیرې هفتې مهمو خبرونو باندې یو نظر


تیره هفته هم ملاکنډ ډویژن ته د بې کوره شوو خلکو د ستنیدو لړۍ روانه وه. د حکومتې چارواکو د وینا باوجود چې د بیرته تلونکو خلکولپاره يي اسانتیاوي برابر کړی دي، کډوالود مشکلاتو سره د مخ کیدو گلې کړی دې. په زرگونو خلک د سوات بیلا بیلو سیمو ته ستانه شوي دي او یو شمیر د کډوالو کیمپونه او تش شوي دي.
دې سره سره چې کډوال ستنیږي، پوځ د جنگیالو سره د نخښتو او د جنگیالو د وژل کیدو رپورټونه خبرې ادا رو ته وړاندې کوي. او د سیمې نه اوس هم ځنې خلک د طالبانو د موجودگۍ خبری کوي خو حکومتي چارواکي وايي د طالبانو ملا يي ماته کړي ده.
تیره هفته د پاکستان تر ټولوې عدالت یا سپریم کورټ د کال ٢٠٠٧ په نومبر کې د هاغه وخت جمهوررئیس او د پوځ مشر پرویز مشرف لخوا په هیواد کې د لگول شوي ایمرجنسېۍ یاد بیړنۍ وضعې په اړه د یوې مقدمې د اوریدو په محال پرویز مشرف ته عدالت کې د حاضرۍ امر کړی دی.
د پاکستان په موجوده سیاسې حالاتو کې به د پرمختگ ته ډیر په غور کتنه کیږي. په سیاسې حلقو کې به دي ته کتنه کیږي چې ایا پرویز مشرف به د عدالت حکم مني او حاضر به هم ‍شي او کنه؟
پرویز شرف د کال ٢٠٠٧ د نومبر په دریمه نیټه پاکستان کې بیړنۍ وضعه پر ځاې کړه او په ترڅ کې يي د سپریم کورټ د مشر افتخار محمد چودهرې په شمول ددې عدالت یو شمیر نور ججان او د صوبائ هاې کورټونو اکثریت ججان د خپلو څوکو نه لری کړی شول.
د سپریم کورټ څوارلستني بینچ دا وخت د افتخار محمد چودهرې په مشرۍ کې د بیړنۍ وضعې او د ججانو د لرې کیدو په اړه د یوې مقدمې اورونه کوي. او هم ددغه اورونې ته پخوانی جمهوررئیس پرویز مشرف بللی شوی دی.
د تیرې هفتې مطبوعاتې رپورټونو ترمخه پرویز مشرف په برطانیه کې وو کله چې سپرېم کورټ د هغه د حاضرۍ حکم جاري کړو. رپورټونو داهم وویل چې ښاغلې مشرف د برطانیه کې د وکیلانو سره مشورې کولې چې ایا وطن ته د تگ په هکله د ممکنه حالاتو نه ځان خبر کړي.
هم دې تیره هفته کې د برطانيي خبرې ادارې روائټرز په افغانستان کې د کال ٢٠٠١راهسې د امریکې په مشرۍ کې د وژل شوو نړې والو ځواکونو شمیره رپورټ کړه. ددې تر مخه د جولاي د میاشت پورې دولسوه او یوکم اویا نړې وال عسکر وژل شوي دي. په وژل شوو عسکرو کې تر ټولو زیات اوه سوه او درې پنځوس د امرکیي وو. یو سل او اته اتیا د برطانیي او یو سل او پنځویشت پوځیان د کینډا وو. ډین مارک، فرانس، جرمني، سپین ،هالینډ او اټلي نور هاغه هیوادونه دي چې پوځونه يي افغانستان کې تلافاتو سره مخ شوي دي.
هم په افغانستان کې تیره هفته طالبانو د هاغه امریکنې عسکر ویډیو خپور کړی دی څوک چې دوي تیره میاشت نیولی دی. د رپورټونو تر مخه په ویډیو کې دغه پوځي وویل هغه ویره لري چې کیدې شې هیواد ته ژوندی بیرته د تلو موقعه وو نه ویني.

د افغانستان په هلمند ایالت کې د امریکې په مشرۍ کې د طالبان خلاف په پراخه کچه د نړی والو ځواکونو عملیات تیره هفته هم دوام لرلو. او پاکستان ویلې دې هلمند سره سیلمه د بلوچستان په پوله يي امنیتي گامونه کلک کړې دي چې د هلمند نه پاکستان ته د طالبانو د ممکنه تگ مخنیوی ووکړی شي.
په کال ٢٠٠٨ کې د هند ممبۍ ښار کې د ترهگرۍ بریدونو په تور کې نیول شوي تن اجمل قصاب د خپل جرم عتراف کړی دی. د رپورټونو مخه اجمل قصاب دغه اعتراف عدالت کې د هغه خلاف روانه مقدمه کې ووکړو. نړې والو مطبوعاتو د اجمل قصاب اعتراف په مهمه توگه رپورټ کړو.
د اجمل قصاب اعتراف په داسې محال کې مخ ته راغلی دی چې د امریکې خارجه وزیرې هیلرې کلینټن هند ته اوړمبی سفر تر سره کړی دی. د هندې چارواکو سره د لیدو ورسته هغې دهند او امریکې ترمنځ دتعلقاتو مظبوطولو غوتنه ووکړه.
د هغې د هند ته د سفر په محال دواړو هیوادونو دایټمي او عسکرې همکاري زیاتولو لپاره دوه معاهدې هم لاس لیک کړې. د یوې معاهدې تر مخه هند هغه ځایونه اعلان کړل چرته چې امریکنۍ کمپنۍ کولی شې چې د بجلۍ جوړولو لپاره ایټمي بټۍ جوړې کړي. د دویمي لوظنامې تر مخه به هند پابند وي چې د امریکې لخوا ورکړی شوي عسکرې ټیکنالوجي کوم دریم هیوادته نه ورکوي. داسې ویل کیږي چې دا معاهده د هند لپاره لاره خلاصه وي چې د امریکې نه جدید جنگې جهازونه واخستلی شي.

XS
SM
MD
LG