لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډي ايي خان : بمي چاؤدنه کې یو تن مړ او درې ژوبل


د پاکستان په ډیره اسماعیل خان سیمه کې پوليس وايي يو موټر بمي چاؤدنه ترسره شوې ده چې له امله يې یو تن وژل شوى او درې نور ژوبل شوي دي.
دغه چاؤدنه په دصوبه سرحد په ډيره اسماعيل خان سيمه کې ديو شيعه مشر په گاډي ترسره شوې ده.
دچاؤدنې له امله شاوخوا ولاړو گاډو ته هم زيان رسيدلى دى.
په سم لاسي توگه ددغه بريد مسؤليت د کومې ډلې په غاړه نۀ دى اخستى خو په ډيره اسماعيل خان کې اکثره دغه رقم بريدونه دطالب پلوه اړي گړي او يا هم دسني او شيعه مسلمانانو ترمينځ دمسلکي اختلافونو له امله رامينځته کيږي.
په پاکستان کې دشيعه او سني مسلمانان په امن کې اوسيږي خو ترهگر ديوې او بلې ډلې مشران او غړي په نخښه کوي چې له دې امله هغوي دمسلکي اختلافونو په اساس يو بل ته دزيان رسولو هڅه کوي.
له پيښې څخه وروسته په ټول ښار کې وضعيت تاؤژن دى.
دصوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي ددغه چاؤدنې غندنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG