لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : طالبانو١٠ عسکر تښتولي دي


د افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې طالب پلوه جنگيالو دامنيتي ځواکونو ٤ پوستې په بمونو الوځولي او ١٠ عسکر يې دځان سره تښتولي دي.
خو دپاکستان پوځ ددغه پيښې په اړه خپل رسمي غبرگون نۀ دى ښکاره کړى.
دناتائيده راپورونو له مخې دغه پيښه دميرانشاه او رزمک ترمينځ په غځيدلې لويه لاره دوسلي گردۍ سيمه کې رامينځته شوې.
سرچينې وايي طالب جنگيالو دغلته په امنيتي پوستو دبمونو بريد وکړو او دغلته گمارل شوي ١٠ عسکر يې دځان سره نامعلوم لوري ته وتښتول.
سرچينې وايي طالبانو نن دزيارت په ورځ دشمالي وزيرستان په درپه خيل سيمه کې په يوه امنيتي پوسته بريد کړى چې پکې لږ ترلږه ٣ عسکر ژوبل شوي دي.
همدغه راز په ميران شاه کې هم دامنيتي ځواکونو قلعه دطالب جنگيالو دبريد لاندې راغلې ده خو په دغه پيښه کې دمرگ ژوبلې په اړه معلومات نۀ دي په ډاگه شوي.
اخوا دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په برقمبرخيل سيمه کې دامر باالمعروف ونهي عن المنکر په نوم تندروه مذهبي ډلې ٤ کسان ديو بانک دمنيجر دتښتولو په تور وژلي دي.
ددې ترڅنگ دپاکستان پوځ ادعا کړې ده چې دصوبه سرحد په ناقراره سيمه سوات کې دپوځي عملياتو په مهال مهم تندلاري کمانډر بخت جهان خپل ځان امنيتي ځواکونو ته سپارلى دى او ١٦ نور تندلاري نيول شوي دي.
پوځ وايي دسوات الوچ سيمې سره نزدې تندلارو دتحصيل ناظم محمدعلي په کور بريد کړى چې پکې دناظم ورور وژل شوى او دورارۀ په گډون يې دوه کسان ژوبل شوي دي.
پوځ پخپل بيان کې زياته کړې ده په لکي مروت سيمه کې هم دگوډي واله په غرونو کې دلټونې دعملياتو په مهال دتندلارو ديو مرکز څخه ځانمرگي جيکټونه، بمونه او درنه وسله ترلاسه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG