دافغانستان په لويديز هرات ښار کې دريموټ کنټرول بمي چاؤدنې له امله لږ ترلږه ١٢ کسان وژل شوي او په لسگونو ژوبل شوي دي.
پوليس وايي ددغه بريد هدف دځايې پوليسو مشر خوجه عيسي ؤ چې سخت ټپي شوى دى.
دعيني شاهدانو وينا ده دغه بم دهرات په يوه منځنۍ سيمه کې دسړک په غاړه ښخ کړل شوى ؤ او کله چې دپوليس مشر گاډى په سړک تيريدلو نو دغلته يوه زورداره چاؤدنه وشوه.
يو امنيتي چارواکي جنرال عصمت الل عليزي ه خبريالانو ته وويل دگل دورځې په چاؤدنه کې وژل شوؤ کسانو کې يوه ښځه،١٢کلنه جينۍ او دوه پوليس شامل دي.
عليزي ومنله چې په دغه پيښه کې خوجه عيسي سخت ټپى شوى دى.
بل لوري ته دطالبانو يو وياند قاري محمد يوسف ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستى او ويلي يې دي دغه بريد طالبانو دپوليسو دمشر خوجه عيسي دوژنې په موخه ترسره کړى دى.
دافغانستان دکورنيو چارو وزارت وايي په دغه پيښه کې ١٠ کسان وژل شوي او ٢٩ ټپيان شوي دي.
دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي دهرات چاؤدنه غندلې او دا يې يو ترهه گريز عمل بللى دى.
هرات دافغانستان ددريوؤ لويو ولايتونو څخه يو دى او ددې پولې ترکمانستان او ايران سره لگيدلې دي.
په هرات کې دافغانستان دنورو برخو په پرتله دامنيت وضعه ښه ده.
په افغانستان کې دروانې مياشتې په ٢٠مه نيټه دجمهوري رياست دټولټاکنو څخه وړاندې دطالبانو لخوا داړي گړي پيښو او بريدونو کې چټکتيا راغلې چې دواشنګټن اوکابل لپاره يو ستر ازميښت دى.
په افغانستان کې دجولايي مياشت کې ٧٠ غيرملکي پوځيان وژل شوي چې دا دکال ٢٠٠١ء څخه دطالبانو په ضد پيل کړل شوې جگړه کې ديوې مياشت په مهال نړيوالو ځواکونو ته رسيدلى تر ټولو زيات ځاني زيان گڼلى شي.
په وژل شوؤ پوځيانو کې د٤١ؤ تعلق دامريکا او ٢٢ؤ دبرټانيې سره وؤ.
داگست په لمړيو دوؤ ورځو کې دبيلا بيلو پيښو په مهال ٩ غيرملکي پوځيان وژل شوي چې پکې دامريکا ٦،دکاناډا٢ او دفرانسيې يو پوځي شامل دى.
1