لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین د ویغورمسلمانانوخلاف گامونه کلک کړې دي


د چین امنیې ځواکونود هیواد په شمالې غربې سنک یانگ سیمه کې د ملکې تنانو خلاف د پنځو حملو پلانونه شنډ کړې دي. اود سنک یانگ د ویغور مسلمانانویوه ډله وايي د چین حکومت د ډلې مشرې خلاف د هغې د ځامنو او یو رور نه په زور بیانونه اخستې دي.
د چین سرکارې مطبوعاتود شنډ کړی شوو حملو په اړه خبر په داسې محال کې رپورټ کړی دی چې د چین حکومت د ویغور مسلمانانو دجلاوطنې مشرې رابعه قدیر خلاف گامونه نور هم کلک کړی دې.
د چین سرکارې مطبوعات وايي د ترهگرۍ خلاف کارکونکو چارواکو د سنک یانگ په څلورو ښارونو کې لږ تر لږه د پنځو بریدونو پلانونه ناکامه کړې دي. په رپورټونو کې دا نه دي ویل شوې چې څوک او څومره تنان په دغه پلانونو کې ککړوو خو چارواکو ټوپکې، چړې، چاودیدونکي توکې او د ترهگرۍ او تشدد لپاره د هڅه ولو مواد نیولي دي.
تیره میاشت د سنک یانگ ارومچې ښار کې د ویغور مسلمانان او هان چینایانو تر منځ د نښتوپه ترڅ کې تر دوو سوو پورې خلک وژل شول. د مطبوعاتې رپورټونو تر مخه اړی گړی د ارومچې په یو کارخانه کې دیوې زنانه سره د زیاتي د تورونو ورسته شورو شو.
د ترهگرۍ د ناکامه کړی شوو پلانونو په هکله رپورټونه په داسې محال کې مخ ته راغلې دي چې چین د ویغور مسلمانې مشرې، رابعه قدیر خلاف نشریاتې کمپین تند کړی دی او د هغې د کورنۍ غړو لخوايي داسې مرکې او لیک خپور کړې دي چې رابعه قدیر يي د تیرې میاشتې اړي گړي مسوله گرځولې ده.
ویل کېږي چې دغه خط د رابعه قدیر نزدې خپلوانو، د هغې ځامنو، قهار عبدرحیم، روشن گل اود رورمحمد لخوا لیکل شوی دی.
د چېن په سرکارې ټیلې ویژنونو خپرې کړی شوو مرکو کې د رابعه قدیرد کورنۍ غړي په هغې باندې نیوکې کوي او په هغې تور لگوي چې هغه چین کې د بیلتون خوښو ډله کوي.

خو واشنگټن کې د ورلډ ویغور کانگرس، چې رابعه قدیر یي مشره ده، وايي د هغې خلاف دغه وینا دورغ ده.
رابعه قدیر دا محال د اسټریلیا په سفر ده.
اسټریلیا ته درسیدو ورسته هغې ویلې دې چې چین د هغې د ځامنونه په زور د هغې خلاف بیانونه اخستي دي او که هغوي دغه وینا نه وی کړی نو د هغوي ژوند به په خطر کې غورځیدلی وو.
واشنگټن کې د هغې د نتظیم نائب مشر عمر کنات وائیس اف امریکا ډیوه ریډیو ته وویل رابعه قدیر د خپلو ځامنو سره کومه رابطه نشته، هغوې د چین امنیتي ځواکونوپه ولکه کې دي او مطبوعاتو کې د هغوي نه د بیان اخستلو د لارې د هغوي ژوند په خطر کې اچولی شوی دی.
هغه وايي دوې هم په هاغه ژبه کې خبرې کړی دې په کومه ژبه کې چې د چین حکومت خبرې کوي او د چین حکومت په ماضې کې هم داسې طرېقې کارولی دي. هغه زیاته کړه چې ددوې نه دغه بیان په زور اخستلیی شوی دی اوهغوي هغه څه يي ویلې دې چیناې چارواکو غوتل.
د اسټریلیا موناش یونیورسټۍ د اسیاې ژبو استاز بروس جیکبز هم وايي چي د رابعه قدیر د خپلوانو نه دغه بیان په زور اخستلی شوې دي.
هغه وايي چې سنک یانگ کې د مظاهرو سره سم چیناې چارواکو د رابعه قدیر نوم اخستو، هغه بیل تون خوښې بولې او په هغې يي د مظارو د شورو کولو تور لگولی وو. او د هغه څه وو چې د دلاې لامه په هکله ویل کیدل. هغه وایې د لاې لامه او د رابعه قدیر په هکله چې څه هم وول شول، دغه دوروغ دي.
رابعه قدیر، چې یو وخت کې یوه شته منه تاجره وه، د وخت امریکا کې د جلاوکنۍ ژوند کوي. هغه د ویغور مسلمانانو لپاره د خپل واکۍ هل ځلې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG