لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوریا کې د امریکې اېټمې حملو له امله د وژل شوو خلکو یادونه


د نن نه ٦۴ کاله وړاندې امریکې د چاپان هیرو شیما ښار باندې ایټم بم اوغورځولو چې په کوم جنگ کې کارولی شوی تر ټولووړمبی بم وو. څو ورځې ورسته، امریکې بل بم د چاپان په دوېم ښار،ناگاساکې، باندې اوغورځولو.
په دواړو ښارونو کې د دوو لکو نه زیات تنان اوژلی شول چې زیاتره پکښې کوریاې خلک وو.
د زیارت په ورځ دجنوبې کوریا سر ښار سول کې په هیرو شیما باندې حمله کې د وژل شوو خلکو په یاد کې یوه د ستوره وو لمانځلی شوه. په ستوره کې د قریانۍ یو ورکوټي ځاې سره گلونه کیښودلی شول او وینا کونکو د وژل شوو خلکو په یاد کې داحترام په خاطر خپل سرونه ټیټ کړل.
په کال ١٩۴٥ هیرو شیما او ناگا ساکې کې تر ٧٠،٠٠٠ پورې دکوریا خلک اوسیدل چې جاپان ته په زور لیگل شوی وو او د جاپان دفاعې صنعت کې به يي کارکولو. هاغه وخت کوریا د چاپان د استعمار لاندې وه.
بی یون اوک د لسو کالو وه چې د اگست په شپږمه نیټه په هیرو شیما ایټم بم ووغوځولی شو. د هغې عمر اوس٧۴ کاله دی او د حملې پیښه يي ډیره ښه یاده ده.
هغه وايي کله چې بم راووغورځیدو نو هغې سکول کې د ملگرو سره په میدان کې لوبې کولې، ناساپه يي په اسمان کې زیړه نړا وولیدله او هغې گنړلچې څوک دهغوي تصویر اخلې. هغه وايي ددې ورسته سیلۍ راغله، هغه د یوې اونې شاته پټه شوه او گنړل يي چې دنیا ختمه شوه.
د اگست په نهمه نیټه امرېکې دویم بم په ناگاساکې ووغورځولو چې د وړمبې بم هومره تباهې یي رامنځته کړه او جاپان ماتی وومنو، په یو داسې جنگ کې چې گرده اسیا یی په لمن کې اخستې وه.
په دواړوحملو کې ۴٠٠٠٠ کوریاې خلک وژل شول، او کوم خلک چې ژوندې پاتې شول هغوي تر کلونو پورې د ریډییشن یا ایټمې تودوخې له امله د سختو ناروغو سره مخ وو.
بی یون اوک وايي اېټمې حملې ورسته هغه کوریا ته بیرته لاړه. هغه وايي هغې ته نه وه معلومه چې د حملې به په هغې څه اثر وي. خو په بدن يي زخمونه وو او رنگ يي جامنې شوی وو.
جاپان د ایټمې بمونو په نخښه شوو خلکو سره مرسته کوي خو په کوریا کې تر کلونو پورې ژوندې پاتې خلک بې اسرې وو، د کینسر او د شنډ په رنگ ناروغوسر مخ وو.
د کال ٢٠٠٣ راهسې جاپان کوریا کې هم ژوندې پاتې شوې خلکو ته څلورسوه ډالرې هر میاشت وکوي. خو هغوي وايي جاپان باید د وړاندې وخت توان هم هغوي ته ورکړې. او ددې لپاره يي عدالت کې مقدمه هم شورو کړې ده او څیړونکې واي چې دوې به دغه قضیه ووگټې.
د بچ پاتې خلکو د حقونولپاره کارکونکې یوه ډله وايي امریکا هم باید دغه خلکو سره امداد اوکړې.
ددغه ډلې کارکونکې کیم ینگ گیل، چې خپله هم اېټمې حمله کې بچ پاتې شوی دی،وايي د امرېکې لخوا ورکوټې غوندې گام به هم د څه نه کولو نه ښه وي. هغه وايي چې جنوبې کوریا کې د امن پارک جوړیږي او امریکا هم ددې د جوړیدو لپار چنده ورکړي.
کیم او د جاپان د ایټمې حملو ژوندي پاې یو شمیر نور خلک به په راتلونکې کال کې نیوریاک کې یو غونډه کې اېټمې وسلو کې د کمې راوستلو لپاره خپل دریز وړاندې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG