لاس رسیدونکی لینک

 
د برنانيي استخباراتي ادارې د تشدد تورونه رد کړي
تازه خبر

د برنانيي استخباراتي ادارې د تشدد تورونه رد کړي


د برتانیي د استخباراتو ادارې ایم اي سکس مشردا خبره رد کړی ده چې د اداره چارواکویا ادارې خپله په بهرنو هیوادونو کې د ترهگرۍ په شک کې د خلکو په نیولو کې یا د شک منو ترهگرو نه په پلټنو کې د تشدد نه کار اخستی دی.
د ایم اي سکس مشر جان سکارلټ وايي نه خو ددوي چارواکوتشددکړی دی او نه يي په تشدد کې برخه اخستی ده.
د برطانيي په ریډیو باندې یو خصوصې پروگرام کې د خبرو په محال هغه وويل چې د هغه د ادارې افسران کار کولو کې د پیچیده وضعې سره مخ دي. یو خوا خو دوي لکه د نورو خلکو په رنگ د جمهوریت او د انسانې حقونو د ساتنې قدرونو سره ژمنه لري او بل خوا هغوې هیواد د ترهگر ۍ نه د بچ ساتلو دنده هم ترسره کوي.
په دې ورستۍ ورځو کې د برطانيي استخباراتي افسرانو خلاف داسې تورونه مخ ته راغلي دي چې په بهرنو هیوادونو کې دوي د شک من ترهگروپه پلټنوکې برخه اخستې ده او داعلم يي لرولو چې په ځنو نیول شوو تنانو تشددشوی دی.
په یو کیس کې د برطانیي اوسیدونکي بین یام محمد دا دعوه کړې ده چې په هغه په پاکستان او مراکش کې د بند په محال تشدد شوی دی او د برطانيي افسرانوددې خبرې علم لرلو.
محمد په کال ٢٠٠۴ کې د نیول کیدوورسته د امریکې گوانټانامو ځندان ته منتقل کړی شو. هغه دروان کال په فرورۍ کې خوشی کړی شوی دی. او د برطانیي پولیس د هغه د دعوو په هکله پلټنې پیل کړې دي.
د برطانيي په حکومت دفشار زیات شوی دی چې تشدد په اړه دې په ازاده توگه پلټنې ووکړي.
د برطانيي د پارلیمان د امنیې او استخباراتي کمیټۍ مشر کیم هاولز وايي چې ددوې کمیټۍ د تشدد په اړه دعوو ته کتنه کړې هم ده او په راتلونکې وخت کې به هم داسې کوي.
\هغه زیاته کړه کې چې داسې کوم ثبوت مخ ته نه دی راغلی چې حکومت او یا استخباراتې ادارې نورو حکومتونو سره چې تشدد کوي د هغوي رسره يی مرسته کړي ده .
خوهغه بیا هم وویل چې د برطانيي حکومت دا ضمانت نشې ورکولی چې داسې کومې پیښې به نه وي شوي چې د ترهگرۍ په شک کې د نیول شوو ځنې خلکو بنیادې انسانې حقونو سرغړونه به نه وي شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG