لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکايي چارواکو دجلوزوکيمپ څخه ليدنه کړې ده


په پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن، امريکايي سناتور باب کروکر او دارجنټائن سفير رډولف او جى مارټن دصوبه سرحد په نوښار سيمه کې دجلوزو دکيمپ څخه ليدنه وکړه او دغلته يې دامدادي هلو ځلو جاج واخستو.
دجلوزوپه کمپ کې هغه په زرگونوکډوال ميشته دي چې دتندلاروپه ضد دپاکستاني پوځ دعملياتولۀ امله دخپلوسيموپه پريښودلومجبوره شوي دي
دغلته دپاکستاني پوځ دځانگړو مرستو دډلې مشر ليفټننټ جنرال نديم احمد هغوي ته حال احوال تير کړو.
امريکايي سفيرې اين ډبليو پيټرسن خبريالانو سره په خبرو کې وويل امريکا به په راتلونکي کې پاکستان سره خپلې اړيکې نورې هم پياوړې کوي او دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې به پاکستان سره هر رقم ممکنه مرستې کوي.
ميډيا سره په خبرو کې امريکايي سناتور باب کروکر دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان کردار وستائيلو او وې ويل چې په وزيرستان او ملاکنډ کې دجنگيالو په ضد دپوځي عملياتو په مهال سترې کاميابۍ ترلاسه شوي دي.
هغه وويل دکيري لوگر بل دمنظوريدو څخه وروستو به دپاکستان او امريکا ترمينځ اړيکې نورې هم پياوړې شي.
سناتور باب کروکر وويل امريکا غواړي دکډوالو لپاره ورکړل کيدونکې مرستې هم دغو کډوالو ته ورورسيږي.
له دې وړاندې ليفټننټ جنرال نديم احمد امريکايي سفيرې او سناتور ته احوال تير کړو چې په دغه مهال هغوي دحکومت له لوري کډوالو ته دورکړل کيدونکو مرستو، داسانتياوؤ دورکړو او ددغو کډوالو په پلرنيو کليو کې يوځل بيا دابادولو دعمل څخه خبر کړى شول.
ددپاکستاني پوځ دځانگړو مرستو دډلې مشر ليفټننټ جنرال نديم احمد خبريالانو ته په دغه مهال وويل تراوسه په کډوالو شپږ اعشاريه يو اربه روپۍ ويشل شوي دي.
هغه وويل دجلوزو کيمپ څخه سوات ته دکډوالو دتللو عمل سرته رسيدلى دى او په بونير کې چغرزۍ سيمه په مکمل توگه دتندلارو څخه پاکه کړل شوې ده.
هغه وويل په سوات کې دبياابادۍ او بحالۍ کار روان دى.
امريکايي هيئت په جلوزو کيمپ کې داين جي اوز لخوا دکډوالو لپاره دجوړوکړل شوؤ سکولونو څخه هم ليدنه وکړه .
په دغه مهال سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ.
دارجنټائن سفير رډلف جى مارټن هم دجلوزو دکيمپ څخه ليدنه وکړه او دارجنټائن دحکومت لخوا يې دجلوزو کيمپ کې داوبو دپاکولو دوايانې ورکړې
نوموړي ميډيا سره په خبرو کې وويل دارجنټائن حکومت به دکډوالو دابادولو او امداد لپاره هر رقم مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG