لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: ځانمرگي بريد اؤبمي چاؤدنه کې پنځه کسان وژل شوي


د صوبه سرحد په سرښار پيښور کې دځانمرگي بريد اؤ ريموټ کنټرول بمي چاودنې لۀ امله لږترلږه پنځه کسان وژل شوي اؤ١٣نورژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې لومړۍ بمي چاؤدنه دخالي او اتوار په مينځ شپه دحيات اباد ميډيکل کمپليکس مخې ته دتندروه مذهبي ډلې انصارالاسلام د وياند مبين اپريدي په ګاډي ترسره شوې ده چې پکې هغه دخپل ډرائيور سره وژل شوى او پنځه کسان نور ژوبل شوي دي.
دبمونو دخنثي کولو ډله وايي په دغه چاؤدنه کې د٢٠ؤ څخه تر ٢٥ؤ کلو ګرامو پورې چاؤديدونکي مواد کارول شوي وؤ.
سرچينې وايي دانصارالاسلام وياند مبين افريدى خپل کور ته روان ؤ چې دحيات اباد ميډيکل کمپليکس مخې ته دهغه په ګاډي ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه ترسره شوه.
دسرچينو له مخې تيره ورځ دانصارالاسلام وياند مبين اپريدي دخپلې مخالفې ډلې لښکر اسلام په ضد يو مطبوعاتي کانفرنس ته وينا کړې وه.
مبين افريدى دانصارالاسلام دمشر محبوب افريدى ورور ؤ.
لۀ دې وروسته داتوارپه ماذيگردپيښورپه مومن ټاؤن سيمه کې داسرارنومې يوسړي په کورکې دننه ځانمرگي بريد ترسره شوچې پکې ٤کسان وژل شوي اؤ٨ نورژوبل شوي دي .
په ژوبلوکې هم د٣ؤکسانوحالت مرگونى ښودل شوى دى.
دپيښې لۀ ځايې څخه عينې شاهدانوډيوه راډيوته وويل دځانمرگي بريد څخه دمخه دغلته ددوؤ ډلوترمينځ سختې ډزې وشوې اؤلۀ هغې وروستويوځانمرگي په ځان پسې تړلوچاوديدونکوموادوته انفجار ورکړو.
عينې شاهدانودغه پيښه هم دپرونۍ بم چاودنې دلړۍ کړۍ وگرځوله اؤ وئ ويل دغه ځانمرگي بريد دخيبرايجنسۍ ددوؤ تندروه مذهبي ډلوترمينځ ددښمنۍ نتيجه ده
بل لوري ته دپيښورسره نزدې په نوښارسيمه کې دپاکستان داستخباراتي شبکې دوه غړي دنامعلوموکسانوپه ډزو وژل شوي دي .
دانتخاب عالم اؤاميرحمزه په نومونودغه استخباراتي کارمندان تيره ورځ دنوښار په اى ايف سي کالونۍ کې خپلوکورونوته روان وؤ چې لاره کې پرې نامعلوموکسانوډزې وکړې اؤ وئ وژل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG