لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هولبروک :دافغانستان دټولټاکنو نتيجو ته انتظار پکار دى


د پاکستان اؤافغانستان لپاره دامريکايي جمهور رئيس ځانگړي استازي رچرډهالبروک ويلي دي افغانستان کې دترسره شوؤ ټولټاکنوپه اړه دخلکو رايې ديو بل څخه مختلفې کيدلى شي خومونږ ټولوته دټولټاکنودبې پلوه کميسيون دنتيجواؤ دشکايتونو دکميسيون دراپور انتظار اؤ درناوى کول پکاردي.
ښاغلى هالبروک چې دامهال دافغانستان په سفردى نن داتوارپه ورځ يې دهرات ولايت څخه ليدنه وکړه اؤ دغلته يې دسيمه ايزوچارواکوسره افغانستان کې دترسره شوؤ ټولټاکنو،امنيت اؤ نورومهموچاروپه اړوند خبرې اترې وکړې.
وروستوخبريالانوسره په خبرو کې دامريکايي جمهور رئيس استازي وويل دټولټاکنوپه هکله دځينوخلکولخوانيوکې کول کومه نوې خبره نۀ ده،دغسې هرځايې کيږي حتى امريکاکې هم کله کله خلک په ټولټاکنونيوکې کوي ،خومونږ ته چې کوم څه زيات ارزښت لري هغه په افغانستان کې دټولټاکنوعمل دى،
بايد وويل شي چې په افغانستان کې داگست په ٢٠نيټه دترسره شوؤ رائيوشميرنه سرته رسيدلې ده اؤ دجمهوري رياست دپاره د دوؤ ستروسيالوکانديدانو حامدکرزي اؤډاکټرعبدالله پلويان په دغوټولټاکنوکې دبرياليتوب ادعاوې کوي خودافغانستان دټولټاکنودکميسون استازي پرون خبريالانوته ويلي وؤ چې دټولټاکنونتيجې به په ٢٥م اگست اعلانولى شي،
په افغانستان کې دجهوري رياست دټولټاکنويو پياوړي کانديد ډاکټرعبدالله پرون په کابل کې خبريالانوته ويلي وؤ هغه په انتخاباتوکې ډاگيزبرى ترلاسه کړى دى اؤ حامد کرزى بايد په ذهني توگه دواک پريښودلوته تيار وساتي .
په عين حال کې دافغانستان په بلخ ولايت کې طالبانودټولټاکنودکميسون په هغه گاډي بريد کړى دى چې په بلخ کې اچول شوې رايې يې انتقالولى.
دټولټاکنودکميسون ولايتي مشرانجنئير در احمد وايي طالبانودبريد څخه وروستودگاډي څخه درائيوصندوقونه راکوزکړل اؤ ٤زره رايې يې وسوځولې .
دنوموړي په وينا په دغه بريد کې دټولټاکنودکميسون يو مامور وژل شوى اؤ ٧نورژوبل شوي دي ،
پرون هم دافغانستان په قندهار ولايت کې طالبانوددوؤ رايې ورکوونکوافغانانوڅخه دلاسونوگوتې يواځې په دې اساس پرېکړې وې چې ولې يې دطالبانو دوينا باوجود په ټولټاکنوکې خپلې راېې کارولې دي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG