د افغانستان دټولټاکنو کميسيون وايي په ٢٠م اگست ترسره شوؤ صدارتي ټولټاکنو کې اوسنی جمهوررئیس حامد کرزی ته په خپل سیال ډاکټر عبدالله عبدالله باندې لږ سبقت تر لاسه دی. کمېسون وایي د رایو لس فیصده نتیجو کې ښاغلي کرزي ۴٠.٦٪ او ډاکټر عبدالله ٧.٣٨ ٪ رایې اخستې دي. د کمیسون ویاند نور محمد نور وائیس اف امریکا ته ویلي دغه نتیجې کوم کاندید ته د گټې ادعا کولو بنیاد نه ورکوي. کمیسون ویاند زیاته کړه هره ورځ به بې طرفه نتیجې وړاندې کولی شي خو اخری نتیجې به د سېپټمبر میاشت لومړی اونۍ کې اعلانولی شي.
دافغانستان دجمهوري رياست دټولټاکنو پياوړو کانديدانوحامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په يو بل ددرغلۍ تورونه لگولي دي.
ډاکټر عبدالله خبريالانو ته ويلي دي دحامد کرزي په پلوۍ چې کوم بکسونه مرکز ته راروان دي هغه دداسې اولسواليو څخه راځي چې هلته بيخي رايې نۀ دي ورکړل شوي.
دډاکټر عبدالله په وينا په کومو سيمو کې چې هيله کيدله يواځې ١٠ فيصده رايې به ورکړل شي ، هلته ادعا کيږي چې دکرزي په پلوۍ ٤٠ فيصده رايې ورکړل شوي دي.
دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي دخپل سيال دغه نيوکې د ړي او وايي درغلي هغوي نۀ بلکې دعبدالله کمپائن چلونکو کړې ده.
په دغو ټولټاکنو کې دواړه کانديدان حامد کرزى او عبدالله دبرياليتوب ادعاوې هم کوي خو څيړونکي وايي چې تر دې مهاله څومره رايې شميرل شوي دهغې له مخې حامد کرزى په ټولټاکنو کې بريالى شوى دى.
1