لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري:  تندلاري د پاکستان دوجود لپاره خطر دي


د پاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري او وزيراعظم يوسف رضا گيلاني ويلي دي دهيواد څخه به دورانکارو جرړه ويستلى او دملي يو والي په روحيه خپلولو به ټول سازشونه شنډولی شي.
دپاکستان ددفاع دملي ورځې په اړه دواړو مشرانو خپلو بيلا بيلو پيغامونو کې ويلي دي پاکستاني پوځيانو چې دترهگرۍ پر ضد جنگ کې کومې قربانۍ ورکړي يا يې ورکوي ټول قام هغې ته درناوى لري.
دجمهوررئيس په پيغام کې ويل شوي دي ترهگر دهيواد دوجود دپاره يوه خطره ده او هغوي غوښتل دطاقت په زور خپله ايجنډه په خلکو وتپي.
دزرداري له مخې دپاکستان پوځ داولس په ملاتړ دترهه گرو هڅې ناکامه کړې او پوځ په دغه لړ کې زياتې قربانۍ ورکړې.
دوزيراعظم په پيغام کې ويل شوي دي دپاکستان راتلونکى نيغ په نيغه هيواد کې دامن او ثبات سره تړل شوى دى.
هغه زياته کړې ده هيواد کې دټولو چيلنجونو څخه دځان ژغورنې لپاره به ټول صلاحيتونه پکار راوستل کيږي.
د
ښاغلي گيلاني له مخې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې ټول قام د١٩٦٥ء دجگړې په څير دپوځ تر شا ولاړ دى.
نن په ٦م ستمبر په پاکستان کې دملي دفاع ورځ په قامي جوش او جذبې سره نمانځل کيږي.
په پاکستان کې ددغه ورځې په مناسبت ځايې پځايې دستورې شوي او دپوځيانو په قبرونو دگلونو گيډۍ ايښودل شوي دي.
بل لوري ته په اسلام اباد کې خبريالانو سره خبرو کې دپاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني ويلي دي دترهه ګرو دله مينځه وړلو لپاره په اوږد مهاله او ګڼ اړخيزه تګلاره عمل کوؤ.
صدراعظم يوسف رضا ګيلاني وويل دترهه ګرو په ضددپاکستان حکومت،پوځ او اولس يو موټى دي.
ښاغلي ګيلاني وويل دهيواد څخه به دترهګرۍ جرړې وباسو.
دهغه وينا وه په ملاکنډ کې دتندلارو پر ضد دکاميابو عملياتو څخه وروسته به قانون پځايې کوونکې ادارې نورې هم پياوړې کوؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG