لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزۍ په وړمبي وارانتخاباتو کې په درغلۍ خبرې کړېکرزۍ


د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزۍ په شلم اگست شوي د نوي جمهوررئیس لپاره ووټونو کې د درغلۍ تورونه رد کړې دي.
په وړمبي وار انتخاباتو کې د درغلۍ په تورونوباندې خبرې کولو په محال، حامد کرزۍ اویل که چرې درغلي شوي وي نو په منصفانه توگه دې ددې پلټنې اوکړی شي او د چا خلاف هم دې تعصب وو نه کړی شې.
وولس مشر ویل چې مطبو عاتو انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه رپورټ کولو کې د مبالغې نه کار اخستی دی.
تر دا وخت د مکمل ابتداې نتیجو تر مخه حامد کرزۍ د خپل تر ټولو لوې حرېف پخواني خارجه وزیر عبدالله اعبدالله نه مخکښې دی اود اخستل شوو ووټونو شمیره يي دومره زیاته ده چې انتخابات په دویم پړاو د کیدو امکان نه رامنځته کوي.
خود درغلیوشکایاتو د کتنې ورسته د حامد کرزۍ اکثریت کمیدی شي او دا امکان را ولاړولی شي چې د دویم پړاؤ انتخابات هم ووکړی شي.
د اروپاې اتحاد د انتخاباتو د څارنه کونکو تر مخه په ٣٠ فیصده ووټونو باندې د درغلۍ شک کیدی شي چې پکښې د حامد کرزۍ لپاره اچول شوي یومیلنیه راې هم شاملې دي.
د ووټونو د یوې برخې بیا شمیرنه د انتخاباتو د شکایاتو کمیشن په وینا شورو شوي ده.
په افغانستان کې د ملگرې ملتونو دفترکې هم د افغانستان د انتخاباتو او په دې کې د ادعا شوي درغلۍ په موضوع باندې اختلافات موجود دي. د دفتر ددویمې درجې مشر پیټر گیلبریت ویلې دې چې افغانستان يي د خپل مشر کی ایډ سره انتخاباتو باندې په دریز اختلافاتو په وجه پریښودی دی.
رپورټونه وايي گیلبریت د انتخاباتو د کمیشن مشر گرینټ کیپین سخت دریز ډله کوله چا چې غوتل چې گرد شکمن ووټونه دې رد کړی شي.
خو محتآط سفارتکاران او چارواکې وايي کې څه هم په انتخاباتو کې د درغلۍ امکان نشې رد کیدی په دویم پړاؤ کې انتخابات کول به د خطروونو نه ډک کوي ځکه چې په دامحال د یاغیانو خلاف جگړه کې زیاتوالی راغلی دی.
ځنې خلک خو داهم وايي چې موجوده حمهوررئیس حامد کرزۍ او د هغه مخلاف عبدالله عبدالله دې خپل منځو کې د واک شریکولو لپاره کوم تړون ووکړي.
افغانستان کې انتخاباتو سره تړلي لانجه په داسې محال رامنځته شوي ده چې طالبانو په هیواد کې خپل نفوذ زیات کړی دی او د۴٢ بهرنو هیوادونو د عسکرې ایتلاف پر ضد يي حملو کې زیاتوالی راوستی دی.
امریکا چې د ایتلاف تر ټولوزیات ځواکونه يي افغانستان کې پر ځاې کړې دې په دې غور کوي چې ایا دغه هیواد ته نور ځواکونه هم وولیږي او کنه؟ دا په داسې وخت کې کیږي چې امریکا په افغانستان کې د روانې جگړې لپاره په امریکایانو کې ناخوښي زیاته شوي ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG